شمالي وزیرستان: په بريد کې يو پاکستانی سرتيری وژل شوی

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې په ګزمه (ګشت) بوختو پوځي سرتيرو باندې بريد شوی چې پکې يو سرتيری وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ په خپله په رسمي ډول دغه پېښه نه ده تاييد کړې.

په سیمه کې امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته تايید کړې چې دغه پېښه تيره شپه د میرانشاه په خټي کلي کې رامنځته شوې ده.

د دوی په خبره، ترهګرو په خټي کلي کې د امنيتي ځواکونو په ګشتي پارټۍ بريد کړی چې پکې یو عسکر وژل شوی دی.

امنیتي سرچينه زیاتوي امنيتي ځواکونو سمدستي ځواب ورکړی ټوله سیمه يې په ولکه کې اخستې او د بریدکونکو پر ضد یې د لټون عملیات پیل کړي خو تر اوسه له نور مالومات مخې ته نه دي راغلي.

د برید زمه واري هم د دې خبر خپرېدو پورې چا نه ده منلې.

دا تازه بیښه په داسې حال کې شوې چې تیره ورځ په شمالي وزیرستان کې دهدفي وژنو او ناقرارۍ مخ په زیاتېدونکو پیښو په اړه د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر شاهد علي او ضلعي پولیس افسر شفیع الله ګنډاپور ویلي و چې خلک په شخصي دښمنیو کې د وژنو پېښې د هدفي وژنو په توګه څرګندوي او باید دا وژنې د هدفي وژنو سره ونه تړل شي.

پوليس چارواکي وايي چې د کله نه پولیس په علاقه کې په ځای کړی شوي د بدامنۍ پېښې د وړاندې په پرتله ډېرې کمې شوي دي.