قلعه عبدالله:دپولیسو په موټر برید کې یو عسکر وژل شوی،درې تنه ژوبل

دبلوچستان په قلعه عبدالله ښارګوټي کي د پوليسو په یو موټړ بمي بريد کي یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ د یوعسکر پولیسو په ګډون درې تنه نور ژوبل شوي دي.

دپولیسو یو ځايي چارواکي انسپکټر عبدالخالق وي او ای ډیوه ته ویلي دا چاودنه د زیارت په ماښپین په قلعه عبدالله بازار کې دپولیسو دموبایل ګاډي ترڅنګ شوې اؤ دبرید هدف پولیس په نخښه کول وؤ.

هغه ویلي چې چاودیدونکي مواد یو موټر سائیکل کې پرځائ کړل شوي وؤ.

دپېښې سره سم په ګڼ شمیر کې پولیس اؤ مرستندویه فعالین دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ برید کې وژل شوی عسکر اؤ ژوبل تنان یې روغتون ته رسولي دي.

په سمدستي توګه لا ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې .

د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه هم د کوټې په سرینا هوټل یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې څلور کسان وژل شوي اؤ ۱۲نور زخمیان شوي وؤ

ددغه برید پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې وه.

په سرینا هوټل کې چې کله دغه ځانمرګي برید شوی ؤ نو هغه مهال په یاد هوټل کې دچین سفیر اؤ دهغه ځېنې نور ملګري هم ایسار وؤ اؤ د بلوچستان ايالت د داخله چارو وزير مير ضيا لانګو له دغه برید وروسته ویلي وؤ دا نه شي ويلی چې بريد د چين پر سفير او د هغه پر ملګرو نه دی شوی.

تر دې دمخه هم په نزدې وختونو کې دبلوچستان په بیلابیلو سیمو کې دپولیسو،ایف سي اؤ پوځ په سرتیرو دغسې بمي چاودنې اؤ بریدونه شوي چې پکې ګڼ شمیر عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

په ۱۹مه فرورۍ هم په کوټه کې په موټر سايکل کې اېښودی شوؤ بارودي موادو ته چاودنه ورکړی شوې وه او د اېف ـ سي ځواک ګادی پکې په نخښه شوی ؤ.

په مغربي بايي پاس شوې دې چاودنه کې د ملېشې يو سرتيری په ځای وژل شوی او دوه نور پکي ژوبل شوي وؤ.

هم په دغه ورځ دبلوچستان په کوهلو ضلعه کې هم په یوه امنیتي پوسته د وسله والو برید کې څلور سرتیري وژل شوي اؤ یو ژوبل شوی ؤ.