ولسمشر بایډن وویل اسامه یې دوزخ ته واستاوه خو ډاکټر شکیل یې یاد نه کړ

واشنګټن ـــ د امریکې ولسمشر جوبایډن د کانګرس ګډې غونډې ته په وینا کې وویل، د القاعده ډلې پخوانی مشر اسامه بن لادن یې د دروزخ دروازې ته لېږلی، خو ډاکټر شکیل یې یاد نه کړ، چې پاکستان د اسامه په اړه د معلوماتو رسوا کولو په تور نیولی دی.

د مې پر دویمه نېټه د اسامه بن لادن د وژلو لس کاله پوره کېږي، ولسمشر بایډن د شورو- چارشنبې په ورځ پخپله وینا کې یو ځل بیا وویل په افغانستان کې یې خپل هدف تر لاسه کړی او اسامه بن لادن یې دوزخ ته واستاوه:

"بن لادن ته مو سزا ورکړه، په افغانستان کې مو د القاعده ډلې د ترهګرۍ خطر کم کړ".

خو صدر بایډن ډاکټر شکیل اپریدی پخپله وینا کې یاد نه کړ، چې د اسوسیېټیډ پریس په وینا پاکستان یې غدار او امریکا یې اتل بولي، ځکه چې وایي هغه د اسامه بن لادن د موندلو په تور بندي دی.

اې پي وایي لسیزه وړاندې چې د امریکې د سمندري ځواک یوې ډلې اسامه بند لادن د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې و واژه، داسې نه ښکاري چې د وېکسینېشن پروګرام په پلمه له سي ای اې سره د اسامه د ځای په موندلو کې د مرستې په تور به ډاکټر شکیل اپریدی وبخښي.

ډاکټر شکیل اپریدی دا مهال د مرکزي پنجاب په ساهیوال ښار کې په تنهایي کې بندي دی او د خپل قید ورځې شمېري. د څو کتابونو لیکوال حسېن حقاني، چې د اسامه بن لادن د وژلو په وخت په امریکا کې د پاکستان سفیر وو اې پي خبري ایجنسۍ ته ویلي:

"هغه اوس یواځې د دې لپاره په بند کې ساتل شوی چې هر پاکستاني ته ووایي له هیڅ غربي استخباراتي ادارې سره دې مرسته نه کوي".

حسېن حقاني وایي‌ "پر ځای د دې چې پاکستاني چارواکو په هېواد کې د اسامه بن لادن د شته والي په اړه سپینه خبره کړې وای او پټ کړی یې نه وای، له ډاکټر شکیل اپریدي یې د قربانۍ پسه جوړ کړ".

اسوسیېټیډ پریس د ډاکټر شکیل اپریدي د ورځني زنداني ژوند په اړه د هغه له ورور او وکیل سره خبرې کړې دي، ځکه چې وایي هغه د خپلې کورنۍ له غړو او وکیل پرته له نورو خلکو سره له خبرو منع کړل شوی دی.

اې پي د ډاکټر اپریدي د کورنۍ د معلوماتو په اساس وایي، چې هغه د ورزش لپاره بهر نه پرېښودل کېږي او پخپله وړه کوټه کې- چې په اږدوالي اته او په ساره اووه فوټه ده- کله کله پوش-اپس کوي.

وایي له ډاکټر شکیل سره قرآن شته خو د نورو کتابونو او ورځپاڼو د لوستلو او موبایل کارولو اجازه ورته نه شته، په اوونۍ کې دوه واره د زندان د محافظ په وړاندې ږیره خرېیي او له نورو بندیانو سره پر لیدلو یې هم بندیز دی.

د اې پي د رپوټ له مخې د کورنۍ غړي یې په میاشت کې دوه ځله ورسره ویني، خو وایي هغه هم د اوسپنیز جال یوې بلې خواته ناست وي او دا اجازه هم ورته نه وي چې په خپله ژبه پښتو خبرې وکړي.

خبري ایجنسۍ وایي سي ای اې د اسامه بن لادن څرک لګولی وو او په دې اړه یې مازې دومره ثبوت غوښت چې ګواکې هغه په اېبټ اباد ښار کې دی، وایي د دې لپاره چې د هغه د استوګنې د ځای ډي این اې نمونې تر لاسه کړي د ډاکټر شکیل په وسیله یې د وېکسین کمپېن تر سره کړ.

وایي دا چې ډاکټر شکیل د القاعده د مشر په پېژندلو کې څومره کردار تر سره کړی دا څرګنده نه ده، خو وایي پاکستاني چارواکو د اسامه پر کور د امریکې تر برید څو اوونۍ وروسته هغه ونیو.

اې پي وایي پر اسامه بن لادن د برید په تړاو د ډاکټر شکیل په ضد تر اوسه څه ثبوت نه دی موندل شوی، خو وایي د پخوانۍ فاټا یوه عدالت د ایف سي آر قانون له مخې وسلوالو ډلو ته د پیسو ورکولو په تور هغه 33 کاله سزا کړی دی.

اې پي‌ وایي د اسامه بن لادن تر وژلو وروسته د امریکې بېلابېلو حکومتونو د ډاکټر شکیل اپریدي بندي کېدل غندلي او اعتراض یې ورباندې کړی او له پاکستاني چارواکو سره یې د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې هم کړې دي، خو وایي د ډاکټر شکیل د خوشي کېدو پر سر یې کوم تړون نه دی کړی.