چين په ټولنيزو رسنیو د جعلي اکاونټونو د لارې نړۍ ته خپل پېغامونه رسوي، رپورټ

د چين واکمنه ګوند (کميونسټ پارټۍ) د نړۍ ځان پله راړولو يا ځان پله پام راګرځولو دپاره د ټولنيزو رسنیو کارول پېل کړي او نوی محاذ يې پرانستی دی د جعلي اکاونټونو د لارې خپله پروپېګنډا کوي.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه ليو ژاومنګ چې په وروستيو کې يې په لندن کې د چين د سفير د څوکۍ څخه استعفا ورکړې هغه د کميونسټ ګوند د انلاين پروپېګندې مرکزي کردار ګڼل کيږي.

هغه د کال 2019 په اکتوبر کې ټويټر ته راغلی او د هغې وروسته په ګڼ شمېر کې د چين سفارتکار ټویټر او فېس بک ته راغلي کومې دواړه ټولنيزې رسنۍ چې په چين کې بندې دي.

ويل شوي کله چې ليو په ټولنیزو رسنیو خپل پروفايل جوړ کړی او د پلويانو شمېره يې يو لک 19زرو نه اوړېدلې ده، هغه ځان ته د (جنګي ليوه) نوم ورکړی او دغه نوم يې د چين د اېکشن فلم څخه اخستی دی.

ليو چې دا وخت د کوريا په ټاپو کې د چین استازی دی، په فرورۍ کې يې په ټويټر ویلي وو، (څنګه چې ما وليدل په نړۍ کې تش په نوم ليوان دي، نو تاسو له هم پکار ده چې د دغو ليوانو د مقابلې دپاره د ځان نه ليوه جوړ کړئ).

د ليو په اکاونټ په شوو پوسټونو کې چې د لويديځ پرضد دي او هغه خپلو پلويانو ته کړي دي د جون نه د فرورۍ پورې 43زره ځله بيا پوسټ شوي دي.

خو د ليو چې څومره پلويان دي او ټویټر کاروي ويل شوي هغه تيار کړی شوي اکاونټونه دي.

اېسوسي اېټډ پرېس او اکسفورډ انټرنېټ انسټيټيوټ د اووه مياشتو په څيړنه کې مالومه کړې چې چين د جعلي اکاونټونو پوځ جوړ کړی او دوی د چين د سفارتکارو او چين د سرکاري ميډيا پوسټونه په زرګونو ځله بيا پوسټ کړي د کوم د لارې چې پروپېګنډه کيږي.

ويل شوي د جون تر جنورۍ پورې چې ليو څومره پوسټونه کړي په هغو کې د نيمې نه زيات د ټویټر د پاليسۍ پرضد وو ځکه هغه پوسټونه معطل کړی شوي دي.

خو ویل شوي چې د ټويټر معطلۍ دغه مشين (ليو) نه دی ودرولی، او د جعلي اکاونټونو څخه چې په برتانيه څومره نيوکې شوي د اې پي او اکسفورډ انټرنېټ انسټيټيوشن په ګوته کولو وروسته يواځې تيره میاشت 16زره ټویټس په مستقله توګه معطل کړی شوي دي.

ویل شوي دغه عمل د چين پېغامونو ته وده ترلاسه کيږي او د چين د حکومت پروپېګنډه خوروي.

ټويټر او نورو وړاندې هم د چين دغه ډول غېر مصدقه نېټ ورکونه په ګوته کړي خو اوس په لومړي ځل مالومه کړی شوې او ثبوتونه يې مخې ته راغلي چې د چين حکومت او سرکاري میډيا د دغه لارې عامه رايې بدلوي لکه په تايوان، هانګ کانګ او سينکيانګ کې دوی د خپلو سټراټيجيکي ګټو دپاره د ټولنيزو رسنيو د لارې عامه رايې جوړوي.

ويل شوي د چين د سفارتکارو 26زره 879 ټویټس د معطل کېدو نه وړاندې دوه لکه ځله بيا پوسټ شوي وو.

د ټویټر وياند ويلي دوی پلټنې کوي چې د کومو اکاونټونو نه د پاليسۍ ضد پوسټونه کيږي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت اې پي ته ویلي، چې دوی په ټولنيزو رسنيو خلک نه تيرباسي او نه داسې پروپېګنډا کوي چې خلک ګمراهه کړي.