پاکستان کې په کرونا تر 200 زیات ډاکټران مړه شوي

د ډاکټرانو د تنظيمونو مشران وايي پاکستان کې د کرونا له امله د مړه شوو ډاکټرانو شمیره 200 نه اوښتې ده چې پکې 67 ډاکټران د خېبر پښتونخوا دي.

ډاکټران وايي که د روغتیا پالانو د مړينې دا کچه هم دغسې روانه وي نو په راتلونکې کې روغتیایي نظام دستونزو ښکار کيدې شي.

د خېبر پښتونخوا دصوبائي ډاکټرانو د اتحاديې ستر سکتر ډاکټر سليم يوسفزي ډيوه ته وويل د 67 ډاکټرانو ترڅنګ 36 نورو روغتیایي مامورینو هم ژوند دلاسه ورکړی چې پکې اووه نرسانې هم شاملې دي.

دسليم يوسفزي په وینا په خېبر پښتونخوا کې دخدماتو ترسره کولو په مهال د کرونا وايرس له امله مړه شوو ډاکټرانو او روغتیايي مامورینو کې د يو مړ شوي ډاکټر له کورنۍ پرته نورو ته دحکومت لخوا لا تراوسه امدادي پېسې نه دي ورکړل شوي.

ډاکټران وايي هغه ډاکټران او نور روغتیایي مامورین چې د کرونا وارډونو نه بهر ډيوټي کوي هم په دې وبا مړه شوي دي او هغه وارډونو کې اکثره مامورینو ته د کرونا نه ځان ساتنې بشپړ الات نه دي ورکړل شوي.

د خېبر پښتونخوا دځوانانو ډاکټرانو د اتحاديې مشر اسفنديار بيټني ډيوه ته وويل د صحت عمله د ډیرو خطرو سره مخ ده او د حکومت لخوا دوئ ته د ځان ساتنې بشپړ الات نه دي ورکړل شوي.

هغه وایي دالاتو نه ترلاسه کیدو سره دا روغتیایي مامورین د وايرس ښکار کيږي او اکثر له پکې ژوند د لاسه ورکړې کوم چې په راتلونکي کې په صوبه کې د صحت ځاندره باندې ډير بوج پريباسي.

د پاکستان ميډيکل ايسوسي ایشن ستر سکتر ډاکټر قېصر سجاد ډيوه ته وويل تر اوسه پاکستان کې د کرونا نه د مړو ډاکټرانو شمېر 200 او درېوؤ ته رسېدلی،خو تراوسه دوئ ته د حکومت لخوا کوم امداد نه دی ورکړل شوی.

ډاکټر قېصر سجاد وويل دوئ د مرکزي حکومت سره په رابطه کې دي چې ډاکټرانو او نورو مړو شوؤ طبي مامورینو ته امدادي پېسې ورکړي او دوئ دا مسله د پاکستان صدر ته هم وړاندې کړې وه چې بيا دصحت دمرکزي وزیر لخوا اعلان وشو چې دوئ ته به شهيد پېکج ورکړل کيږي خو لا تراوسه په دغه اعلان عمل نه دی شوی.

ډاکټرانو او طبي مامورینو ته د اسانتياؤ برابرولو په اړه حکومت د وړاندې نه ويلي چې د ډاکټرانو او طبي مامورینو خوندي کولو ته يې تر ټولو زياته پاملرنه کړې او دوئ يې ژغورلي دي.

د پاکستان وفاقي وزير فواد چوهدري په 12م اپریل ويلي وو د کرونا د درېمې سختې څپې او په روغتونونو د سخت فشار باوجود هم په پاکستان کې د کرونا د حفاظتي الاتو، وېنټېلېټرو او نور ضروري سامان هیڅ کمی نشته.