دعوامي نیشنل ګوند دبنسټ اېښودونکي،ستر پښتون ملت پاله سیاستمدار ارواښاد خان عبدالولي خان کونډه میرمن نسیم ولي خان د85ؤ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوې اؤ ټاکل شوې ده نن اتوار/یکشنبه یې جنازه دچارسدې په ولي باغ کې کیږي.
میرمن نسیم ولي خان په پښتون قام پرست سیاست کې یو مهم اؤ تاریخي رول لوبولی ؤ خو دتیرې ډیرې مودې راهسې هغه په شوګر،بلډ پریشر اؤ یو شمیر نورو ناروغیو داخته اؤ په کټ پرته وه.
دافغانستان ولسمشر اشرف غني اؤ په پاکستان کې ګڼو سیاسي اؤ حکومتي مشرانو اؤ ټولنیزو فعالانو دمیرمن نسیم ولي خان مړینه دحقیقي جمهوريت دپاره کېدونکې مبارزې ته یو ستر زیان ګرځولی اؤ دهغې سیاسي جدوجهد اؤ سیاست کې دښځو د ونډې دپاره هڅو ته یې پیرزوئینې وړاندې کړې دي.
په پښتونخوا کې د ښځو نهضت او د خدایي خدمتګار تحريک د سرلارې او د عوامي ملي ګوند پخوانۍ مشرې بيګم نسيم ولي خان په وفات غمجن شوم. انالله واناالیه راجعون
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) May 16, 2021
د نیسم ولي خان د ژوند حالات
میرمن نیسم ولي خان دباچان دیو نزدې ملګري اؤ دخدایي خدمتګار تحریک د وتلي فعال امیر محمد خان هوتي کره په 24مه جنورۍ کال 1936 کې پورې هوتي مردان کې زیږیدلې وه.
نسیم ولي خان د خان عبدالولي خان دوهمه میرمن وه اؤ هغه سره یې واده په کال ۱۹۵۴ کې هغه مهال شوی ؤ چې د ولي خان وړومبۍ میرمنه تاجو بي بي په حق رسیدلې وه اؤ دهغه دماشومانو دپام لرنې دپاره دنسیم ولي خان پلار امیرمحمد خان خا عبدالولي خان ته دخپلې لور رشته ورکړې وه.
Saddened by the news of Begum Nasim Wali Khan%27s death. She took an active part in politics & was the first woman to get elected on a general seat from KP. Her services for empowerment of women will be remembered for a long time. My heartfelt condolences to the bereaved family!
— Shehbaz Sharif (القدس في العيون) (@CMShehbaz) May 16, 2021
سیاست ته څنګه راوتلې وه؟
نسیم ولي خان په کال 1975 کې په هغه مهل د سیاست ډګر ته راوتلې وه وه چې دهغه وخت وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو دهغې څښتن ولي خان اؤ دهغه دګوند نور مهم مشران نیولي اؤ زندانونو ته یې اچولي وؤ.
په دغه مهال په عوامي نیشنل ګوند بندیز هم لګول شوی ؤ.
بیگم نسیم ولی خان کے انتقال کا سن کر شدید افسوس ہوا۔ وہ کے پی اسیمبلی میں جنرل نشست پر منتخب ہونے والی پہلی خاتون تھیں۔ انہوں نے ضیاء آمریت میں اپنی پارٹی کی جدوجہد کی قیادت کی۔ انہوں نے ہمیشہ خواتین کی انتخابی سیاست میں بھرپور شرکت کی حمایت کی۔ بیگم ولی کو ہمیشہ یاد رکھا جائے گا pic.twitter.com/GMkYfAcz41
— SenatorSherryRehman (@sherryrehman) May 16, 2021
میرمن نسیم ولي خان پخپل ژوند په یو شمیر مرکو کې ویلي وؤ کله چې دحیدرباد تریبونل په قضیه کې دعوامي نیشنل ګوند دسر مشرن زندانونو ته واچول شول نو هغې سره بلا لاره پاتې نه شوه چې دکور اؤ انغري نه پورته شي اؤ دګوند دمشرتابه تشه ، ډکه کړي.
هغې په دغه قضیه کې د ولي خان اؤ دګوند دنورو ملګرو د خلاصون دپاره سیاسي اؤ عدالتي مبارزه پیل کړه اؤ اؤ بیا دهغې په نه ستړو کیدونکو هڅو دغه قضیه ختمه کړل شوه .
هغې په دغه مهال زندان کې دقید خان عبدالولي خان اؤ سردار شیرباز مزاري په مشوره دنیشنل ډیموکریټک ګوند بنسټ هم ایښی ؤ اؤ هم ددغه سیاسي تحریک په نتیجه کې دګوند بندي مشران له زندانونو راخلاص شوي وؤ.
وروسته چې کله بیا دضیاء الحق دپوځي واکمنۍ دوره پیل شوه نو هم دعوامي نیشنل ګوند زیاتره مشران زندانونو ته واچول شول اؤ په دغه مهال میرمن نسیم ولي خان دجمهوریت په پلوۍ په سیاسي میدان ولاړه پاتې شوه اؤ د پوځی امریت په ضد یې سخته سیاسي مبارزه کړې وه.
دپارلیمان د وړومبۍ ښځینه غړې په توګه
میرمن نسیم ولي خان ته دخیبر پښتونخوا دپارلیمان د وړومبۍ ښځینه غړې جوړیدو ویاړ هم ور په برخه ؤ.
دکال 1977 په ټاکنو کې هغې د چارسدې اؤ مردان په ووؤ چوکیو دقامي پارلیمان چوکۍ ګټلې وې خو په هغه مهال دضیاء الحق پوځي واکمنۍ کې مارشل لاء پرځائ کړل شوې وه اؤ هغې دپارلیمان دغړې په توګه لوړه نه وه کړې.
Am saddened to hear about the passing of Begum Nasim Wali Khan, widow of Khan Abdul Wali Khan & one of the most inspiring & iconic Pashtun leaders in her own right. Heartfelt condolences to @AsfandyarKWali, @AimalWali & the larger @ANPMarkaz family. May she rest in eternal peace! pic.twitter.com/STsRbuB15e
— Dr Omar Zakhilwal (@DrOmarZakhilwal) May 16, 2021
په کال 1986 کې چې عوامي نیشنل ګوند جوړ کړل شو نو خان عبدالولي خان یې مرکزي اؤ افضل خان لاله یې صوبایي مشران ټاکل شوې وؤ.
خو بیا په کال 1994 کې میرمن نسیم ولي خان ددې ګوند دخیبر پښتونخوا مشره غوره کړل شوه اؤ ورپسې په کال 1998 کې هم هغې دیاد ګوند دصوبایي مشرې جوړیدو ویاړ ګټلی ؤ.
پارلیماني ټاکنو کې په وړومبي ځل هغې په کال 1988 کې دچارسدې څخه برخه اخستې وه اؤ اؤ دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې ټاکل شوې وه.
هغه د کال 1990 ، 93 اؤ 97 ټاکنو کې هم دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې ټاکل شوې وه اؤ دپارلیمان دننه یې دپښتنو دحقونو دپاره په وازکومي غږ پورته کړی ؤ.
دخپل ګوند دننه دځېنو سیاسي اختلافاتو له امله هغې په کال 2014م کې دعوامي نیشنل ګوند(ولي) په نوم یوه بیله سیاسي پارټي هم جوړه کړې وه خو وروسته داختلافاتو په ختیمدو سره یې دخپل دغه ګوند دختمولو اعلان کړی ؤ.