یارمل: په لغمان کې دوښمن ته د درنې مرګ ژوبلې وروسته چاڼیز عملیات پر مخ روان دي

د لغمان والي‌ رحمت الله یارمل د جګړې په ډګر کې

واشنګټن - د لغمان والي رحمت الله یارمل د پنجشبې یا زیارت په ورځ امریکا غږ ډیوې ته وویل، په لغمان کې د امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو له خوا چاڼیز او یرغلیز عملیات شروع دي او دوی د علینګار او علیشنګ د ولسوالیو پر لور پر مخ درومي.

ښاغلي یارمل وویل، په دغو عملیاتو کې اوږه په اوږه له امنیتي ځواکونو سره مل دی او وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

"دوښمن ته په دې عملیاتو کې درنه مرګ ژوبله اوښتي ده. دقیقه شمېره یې د ګاونډي هېواد په هدیرو کې پوښتلی شو. حتی په ځینو کلینیکونو کې یې خلک په زوره مجبوره کړي دي‌ چې د دوی ټپیانو ته وینه ورکړي. په علینګار او علیشنګ ولسوالیو کې زمونږ ځواکونه شته او اوس د فرعي لارو او له مرکز سره یې د نښلولو لپاره عملیات پر مخ روان دي."

د لغمان والي، رحمت الله یارمل وړاندې وویل،‌ چون دوښمن د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوی وو او له هماغه ځای یې په امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې حملې کولې، نو دوی په دې عملیاتو کې له ډېر احتیاط او تدبیر څخه کار اخلي چې ملکي‌ کسانو ته د دوی لخوا کوم زیان ونه رسېږي.

هغه زیاته کړه،

"جګړه د مهترلام له ښاره لېرې شوې ده، انشا الله په راتلونکو څو ورځو کې به زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونه هغه پوستې چې د دوی له لاسه وتلې وې بېرته ونیسي او وضعیت به ښه لوري ته ولاړ شي."

د لغمان والي وايي، په برید کونکو طالبانو کې د لغمان،‌ نورستان، کونړ او ننګرهار د اوسېدونکو ترڅنګ ګڼ پاکستانیان هم شامل وو.

د لغمان په دې وروستۍ جګړه کې نورو افغان چارواکو داسې دعوا کړې وې چې په وسلوالو طالبانو کې ځینې پاکستانیان هم شته خو ددغو دعو په اړه افغان چارواکو تر اوسه کوم ثبوت نه دی ورکړی.

له دې وړاندې په هلمند کې د مې د میاشتې له ځايي جګړو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې پوستونه، انځورونه او د جنازو اعلانونه چاپ شوي وو چې ښايي د هلمند په جګړه کې وژل شوي پاکستانیان او افغانان د پاکستان د بلوچستان په هدیرو کې خښ کړای شوی دي.

خو پاکستان تل په افغان جګړو د پاکستانیانو شتون رد کړی دی.

طالبانو ځکه په دې وروستیو کې په لغمان کې بریدونه زیات کړي چې دوی فکر کاوه چې د دغه ولایت د مرکز نیول به ورته اسانه وي خو افغان چارواکي وايي، په لغمان کې د ملي‌ اردو او پولیسو کافي ځواکونه شته او د اړتیا په صورت کې به ورسره ځانګړي ځواکونه هم مرسته کوي.

دوی وايي، د لغمان نیول به د وسلوالو طالبانو لپاره یو خوب وي چې ریښتیا به نشي.

د لغمان طالبان څوک او جګړه ولې اوس تېزه شوې؟

د افغانستان د قبایلو چارو د وزارت مرستیال او د لغمان پخواني والي محمد اصف ننګ د جمعې په ورځ امریکا غږ ډیوې ته وویل، د لغمان طالبان اکثره د همدې ولایت دي او دا چې په دې وخت کې ولې جګړې زور اخېستی هغه وویل،

"په روژه او له روژې نه وروسته د پاکستان مدرسې رخصتېږي او کارونه یې ختمېږي. او د روژې په میاشت کې ورته په مدارسو کې ډېر تبلیغ کېږي چې دا د جنت د تګ میاشت ده. او طالبان په دې کې ډېر حریص کوي او دا تنکي‌ ځوانان بیا دا فرق نشي کولای چې دا جهاد د چا په وړاندې راغلی. د مسلمان وژنه خو نادرسته خبره ده. زما په نظر دوی ته د ا خطرناک تعلیمات ډېر مهم دي چې دوی ته د جنګ انګېزه ورکوي."

ښاغلي‌ ننګ وړاندې وویل، د سولې خبرې روانې دي. په دوه مرحلو کې به طالب فشار زیاتوي. د ترکیې له نړیوال کانفرانس نه مخکې. دوی به د ډېرې وینې په توېدو هڅه وکړي چې زیاته مځکه ونیسي او بیا په زیاتې جغرافیې باندې زیات امتیاز واخلي. په بله مرحله کې به بیا د بین الافغاني مذاکراتو نه مخکې جګړه تېزوي.

اصف ننګ د خپلو خبرو په دوام وویل،

"په لغمان کې طالبانو ته جغرافیه ډېره سازګاره ده. په دې موسم کې خلک ټول خپلو فصلونو ته په کورونو کې پاتې وي او طالب له دې خپله ګټه کار اخلي ځکه طالب له دوې څخه د خپل سنګر په توګه کار اخلي او دولت پرې په اسانه راکټ نه ولي.‌ بل لغمان یوه دره ده چې ټول په زنګلونو او باغونو باندې پوښلې ده او طالب پکې په اسانه شکار کوي. بل د دولت اکمالات ټول په یوه لاره ځي او ډېرې لارې ورته نشته او طالب پرې په اسانه برید کولای شي."

افغان سیاسي کارپوه انجینېر مطیع الله خروټي د لغمان د وروستۍ جګړې د زیاتېدو په اړه یو شمېر داخلي دلایل هم یاد کړل.

" د لغمان ځینو وکیلانو چې له والي رحمت الله یارمل سره یې ذاتي مشکلات درلودل هڅه وکړه چې د وسلوالو طالبانو او پخوانیو جهادیانو پرمټ په دغه ولایت کې مرکزي نظام وننګوي خو مرکزي حکومت پر وخت پر دغه پلان خبر او د عملي کېدو مخه یې ونیوله."

طالبان ولې په سمسور لغمان چې د علم او ادب ځانګو بلل کېږي بریدونه کوي؟

لغمان چې د علم او ادب ځانګو بلل کېږي، د افغانستان د ختیځ زون له څلورو مهمو ولایتونو څخه دی چې خورا زیات امنیتي، جغرافیايي او اقتصادي ارزښت لري.‌

د لغمان امنیت او سوکالي د ختیځ زون، پلازمېنې کابل او د ټول افغانستان لپاره ارزښتناکه خبره ده.

د سیمې یو شمېر کارپوهان وايي، د افغانستان د نظام مخالفین تل کوښښ کوي چې د افغانستان علما، ښونځي، ډاکټران، انجینران او بنسټیزې ودانۍ لکه پلونه، سړکونه، ښونځي او داسې نور له منځه یوسي.

افغان کارپوه انجینیر مطیع الله خروټي امریکا غږ ډیوې ته وویل:

"د دوی موخه د افغانستان د علم او پوهې د سیستم ماتول دي او دا لړۍ د تېرو ۴۰ کالو راهیسې په یوه او بله پلمه روانه ده. که داسي نه وي نو اوس خو امریکایانو ویلي،‌ چې په پاکستان کې پر پوځي اډو غور کوي نو طالبان اوس هلته ولې د جګړې لپاره نه ځي؟"

لغمان د سمسور لغمان په نامه هم یادېږي او دا ځکه چې په لغمان کې د علینګار او علیشنګ سرشاره سیندونه بهېږي چې ورسره بلا زیاتې مځکمې خړوبېږي او له همدې امله د سیندونو پر غاړو د غنمو، وریځو او ډول ډول سبزیو درې وختونه فصلونه ولاړ وي او ټوله سیمه په زرغون ټوکران پوښلې ښکاري.

لغمان نه یواځې د ختیځ زون لپاره مارکیټ ته سبزي او وریجې استوي بلکه د کابل ګڼ مېشتې پلامېنه هم د لغمان او ختیځ زون په سبزیو چلېږي.

د لغمان د اقتصادي ځای په اړه ښاغلي‌ خروټي وویل:

"د کابل جلال اباد لویه لاره د لغمان پر سېنه تېره شوې چې له امله یې له تورخم څخه په سوداګریزو توکو بار په زرګونو ټرکونه له همدې لارې کابل او بیا د افغانستان نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.د لغمان د امنیت له خرابېدو سره به د افغانستان له یوې مهمې دروازې څخه د ټولو سوداګریزو توکو په وارداتو باندې هم ناوړه اغیز پرېوځي."

لغمان د ننګرهار، کونړ، نورستان، پنجشیر او کابل ولایتونو ترمنځ پروت دی او

د لغمان سرښار مهترلام نومېږي چې مرکز پورې تړلو سیمو کې ۱۲۰۰۰۰ کورنۍ ژوند کوي او شاخوا یې، د علینګار، علیشنګ، دولت شاه، قرغيي او باد پښ ولسوالۍ پرتې دي.

د ځینو شمېرو له مخې، د لغمان ۵۰ فیصده وګړي پښتانه، ۳۰ فېصده تاجک او پاتې ۲۰ فېصده د پشيي، نورستاني او نورو ژبو ویونکي دي.