د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په دوه بريدونو کې د پاکستان د اېف ـ سي ځواک څلور سرتيري وژل شوي او اته نور ټپان شوي دي، پوځ ویلي په نښته کې د څلورو نه تر پينځه پورې ترهګر هم وژل شوي او د اته و پورې ټپيان شوي دي.
پوځ د ګل/دوشنبې په ورځ (31 مې) ویلي، لومړی بريد د اېف ـ سي ځواک د کوټې په پير اسماعيل زيارت چيک پوسته شوی ترهګرو په چيک پوسته ډزې کړي او تر يو څه وخته پورې دغه نښته روانه وه.
ويل شوي په نښته کې " څلور، پينځه ترهګر وژل شوي، اووه، اته ټپيان شوي دي. څلور د اېف سي ځواک سرتیري وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي".
پوځ ویلي بله پېښه په تربت کې شوې او د اېف سي ګاډی په چاودنه کې په هدف کړی شوی دی او دوه د اېف سي سرتيري پکې ټپيان شوي دي.
پوځ ویلي د دغه ډول جرمونو په شا د دولت ضد عناصر لاس لري او د بلوچستان امن چې په مشکله ترلاسه کړی شوی تباه کېدو ته به يې پرې نه ږدي، او امنيتي سرتيري د امن په ځای ساتلو ته ژمن دي.
د دواړو پېښو زمه واري د دې خبر خپرېدو پورې چا نه ده منلې.
د پاستان وزیراعظم عمران خان پهک بلوچستان کې د ترهګرو بريدونو غندنه کړې او ويلي يې دي د ترهګرو پرضد به جګړه روانه وي او ترهګر به پرې نه ږدي چې د بلوچستان امن تباه کړي.
گزشتہ شب بلوچستان میں ہمارےسپاہئیوں پر ہونےوالےدہشتگردحملے، جسکےنتیجےمیں4 جوان شہیداور 8زخمی ہوئے،کی شدیدمذمت کرتاہوں۔میری دعائیں اورہمدردیاں شہداءکے اہلِ خانہ کیساتھ ہیں۔ان دہشتگردوں کیخلاف ہماری لڑائی جاری رہیگی اورہم انہیں بلوچستان میں امن و ترقی تاراج کرنےکی اجازت نہیں دینگے
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) June 1, 2021
دا پېښې په داسې حال کې شوي چې د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه پرون په 31 مې د کوټې سفر کړی او کمانډو او سټاف کالج ته ورغلی دی.
د پوځ مشر په دغه مهال په وېنا کې سټاف افسرانو ته ویلي، په مسلکي چارو، کورني او بهرني امنيت او د سيمه ييزه امنيت سره اړونده مسلو باندې توجه وساتي.