د پاکستان د پلازمينې اسلام اباد پوليسو ويلي، تيره شپه دوه پوليس سرتيري چې په ډيوټۍ وو نامالومو کسانو پرې ډزې کړي او وژلي يې دي.
لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په پوليسو د ډزو د پېښې زمه واري منلې ده.
د اسلام اباد پوليسو په ټويټر ويلي،
"هېډ کانسټيبل (حوالدار) بشير شاه او هېډ کانسټيبل (حوالدار) اشتياق رانجها د ګشت په ډيوټۍ وو، نامالومو ملزمانو پرې ډزې کړي او دواړه پکې وژل شوي دي".
ہیڈ کانسٹیبل بشیر شاہ اور ہیڈ کانسٹیبل اشتیاق رانجھا دوران پیٹرولنگ ڈیوٹی نامعلوم ملزمان کی فائرنگ سے شہید ہو گئے۔ انا للہ وانا الیہ راجعون#IslamabadPolice#HumSabKaIslamabad #PoliceMartyrs pic.twitter.com/eLoLJVwBuF
— Islamabad Police (@ICT_Police) June 3, 2021
ويل شوي دا دواړه پوليس په ايي جی پي روډ د معمول په ګشت (ګزمه) وو چې ملزمانو پرې ډزې کړي دي.
پوليسو ويلي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.
په اسلام اباد کې دا لومړی ځل نه دی چې پوليس په هدف شوي او طالبانو یې زمه واري منلې ده.
له دې وړاندې هم په اسلام اباد کې دغه ډول پېښې شوي دي.
تير کال د مې په مياشت کې يو تاڼدار او يو حوالدار د ترنول په علاقه کې نالومو کسانو په ډزو وژلي وو.
د دغه پېښې زمه واري د طالبانو حزب الاحرار ډلې منلې وه.