واشنګټن ـــ د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغانستانه قطر ته تللی او هلته یې د افغان حکومت له مذاکراتي ډلې سره لیدلي دي. په دې ناسته کې د سولې د خبرو د تېزولو تر څنګ په سوله کې د ګاونډیو هېوادونو په رول خبرې شوې دي.
د افغان سولې د ځنډېدلیو خبرو د روانولو او تېزولو لپاره د خپل سفر په ترڅ کې د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپل اعلی پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی او هلته یې د افغان حکومت له مذاکراتي ډلې سره لیدلي دي.
د حکومت مذاکراتي پلاوي پر خپله پاڼه د دې لیدنې خبر خپور کړ او وایي چې له خلیلزاد سره د دوی د پلاوي د مشر معصوم ستانیکزي په ګډون څو نورو غړو هم لیدلي دي.
په خبر کې راغلي چې "په دغه کتنه کې د سولې په پروسې او د هغې په مختلفو اړخونو او همدارنګه د افغانستان په سولې کې د سیمې هیوادونو په رول خبرې وشوې".
د حکومت مذاکراتي ډلې ویلي چې له خلیلزاده سره یې د مذاکراتو د پروسې پر ګړنديتوب او په ایجنډا کې پر مهمو مسايلو هم بحث او خبرې شوې دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او يو شمیر غړو, نن سهار د افغانستان سولې لپاره د امريکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي سره په دوحه کې وکتل.(۱/۲) pic.twitter.com/hBSf0bxnSt
— Peace Negotiation Team of the I.R. of Afghanistan (@PeaceIRAfg) June 10, 2021
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه قطر ته د خلیلزاد د سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو تېره اوونۍ یې ویلي وو، چې خلیلزاد به د افغان حکومت او طالبانو له مذاکراتي پلاویو سره ویني او دواړه به هڅوي چې د سیاسي روغې جوړې په خاطر خبرې پر مخ بوځي او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې خوندي کړي.
دا چې خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره هم لیدلي که نه، تر اوسه نه هم طالبانو او نه رسنیو په دې اړه څه ویلي دي.
خو د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوي نن د جون پر 11مه په قطر کې د چین له سفیر سره لیدلي دي. د طالبانو د دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:
"په ملاقات کې د بین الافغاني مذاکراتو پر روان وضعیت، په افغانستان کې د چینايي کمپنیو د امنیت او د کورونا اوسني وضعیت کې د افغانانو لپاره د چین له لوري پر روغتیايي کومکونو بحث او د هغوی څخه مننه وشوه".
1/2 د افغانستان اسلامي امارت سیاسي مرستیال او سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخوند او ورسره هیئت په دوحه کې د چین د سفیر سره ملاقات وکړ.په ملاقات کې د بین الافغاني مذاکراتو پر روان وضعیت، په افغانستان کې د چینايي کمپنیو د امنیت
— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) June 11, 2021
خلیلزاد په داسې وخت کې قطر ته سفر کړي چې بین الافغاني خبرې له تېرو څو میاشتو راهیسې په ټپه درېدلې دي، چې دواړه غاړې یې یو پر بل د ځنډ پړه ور اچوي.
خو د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتو دواړو ډلو د جون پر اتمه ناسته کړې وه او پخپلو جلا جلا بیانونو کې یې ویلي وو، د ایجنډا پر موضوعاتو یې بحث کړی او د خبرو پر چټکتیا سره همږغي شوي دي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې زلمی خلیلزاد به دا ځل د افغانستان او قطر په ګډون د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفر کوي خو د سیمې د نورو هېوادونو نومونه یې نه وو یاد کړي.
له خلیلزاد سره دا ځل د امریکې د ملي امنیت شورا، دفاع وزارت او یوسېډ مرستندویې ادارې استازي هم په دې سفر کې ملګري دي، چې په کابل کې یې د افغان ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله په ګډون له نورو سیاستوالو او د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو له استازو سره هم لیدنې وشوې او د افغان سولې بهیر په اړه ورسره خبرې وکړې.
په داسې حال کې چې یوې خواته د سولې خبرې ځنډېدلې دي او بلې خواته تر نیمایي زیات امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتلي دي، په دې هېواد کې په تېره تقریباً یوه نیمه میاشت کې د تشدد په پېښو کې زیاتوالی راغلی او طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا اته ولسوالۍ نیولې دي.