سعودي سږ یواځې 60 زره وېکسین شویو کسانو ته د حج کولو اجازه ورکوي

واشنګټن ـــ سعودي عرب اعلان کړی چې یواځې 60 زره هغو کسانو ته د حج کولو اجازه ورکوي چې له کورونا وایرسه د ژغورنې وېکسین یې لګولي وي.

له تېرو دوو کلونو راهیسې په سعودي کې د عمرې او حج مراسمو ته د خلکو نه ورتګ د دې هېواد آمدنۍ یا عاید ته زیات زیان اړولی. سعودي هر کال د حج او عمرې له لارې 12 اربه ډالره ګټه تر لاسه کوي.

د سعودي د سرکاري خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د سعودي د حج وزارت د شنبې- خالي په ورځ ویلي، د سږ کال په حج کې به هم یواځې د سعودي شهریت لرونکو او د سعودي اوسېدونکو شپېته زره کسانو ته د حج کولو اجازه وي.

سعودي پریس وایي د سږ کال د حج په مراسمو کې- چې د جولای میاشتې په اخر کې به تر سره کېږي- تر 65 کلونو د کم عمر لرونکي هغه کسان پکې ګډون کولای شي چې وېکسین یې لګولي وي.

دا دویم کال دی چې په نړۍ کې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي له کبله په سعودي کې د حج مراسم په محدوده پیمانه تر سره کېږي او له سعودي بهر د نورې نړۍ مسلمانان پکې له ګډونه محرومه کېږي.

د تېر کال د حج په مراسمو کې هم یواځې تر 10,000 پورې کسانو ګډون وکړ، خو تر هغه مخکې د 2019م کال په حج کې 25 لکه (2.5 میلینه) مسلمانانو ګډون کړی وو.

سعودي د تېر کال په اکتوبر میاشت کې له اووه میاشتني بندیز وروسته په دې هېواد کې د "مقدسو" مذهبي ځایونو د زیارت کولو او عمرې اجازه ورکړه.

د یوې اندازې له مخې 20 زره کسان هره ورځ په سعودي کې عمره کولای شي او د ورځې 60 زره کسان په مکه کې عبادت کولای شي. سعودي چارواکي وایي د کورونا د خطر له کمېدو وروسته به خلکو ته د دغو مذهبي مقاماتو د زیارت اجازه ورکړل شي.

په سعودي عرب کې د کورونا وایرس د خپرېدو له پیله راهیسې څلور لکه 62 زره کسانو ته دغه ناروغي ور پورې شوې او 7,500 کسان یې ترې مړه شوي دي. د دې هېواد ابادي تر 33 میلینه (درې کروړه درې لکه) زیاته ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې دې هېواد ته تر اوسه 15.4 میلینه ډوزه کورونا وېکسین سپارل شوي دي.