واشنګټن ـــ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په افغانستان کې د تشدد د وروستیو پېښو پړه د طالبانو له سره اړولې او وایي دا به مبالغه وي که ووایو چې دا تشدد د طالبانو له کبله دی، خو وایي پاکستان نه غواړي طالبان په زور پر افغانستان واکمن شي.
ښاغلي قرېشي د افغانستان له طلوع نیوز سره په خپله تازه مرکه کې- چې ځینې برخې یې د دې رسنۍ پر ټویټر خپرې شوې- د طالبانو پر ځای داعش او نور عناصر د تشدد د زیاتوالي ذمه وار بللي. قرېشي ویلي:
"څوک د دې [تاوتریخوالي] ذمه وار دي؟ بیا وایم، که تاسې هڅه کوئ او دا تاثر ورکوئ چې تشدد د طالبانو له کبله زیات شوی، بیا وایم، دا مبالغه ده".
شاه محمود قرېشي په ظاهره د افغان حکومت دعوې رد کړې چې د وروستیو وسلوالو بریدونو، بمي چاودنو او هدفي وژنو پړه پر طالبانو ور اچوي. قرېشي په دغو بریدونو نور خلک تورن کړي:
"زه ولې دا وایم؟ آیا هلته [افغانستان کې] نور عناصر نه شته چې د ورانکارو کردار تر سره کوي".
د طلوع نیوز خبریال ترې پوښتنه کوي چې څوک، قرېشي وایي "د داعش غوندې قوتونه، هغه چې له جنګي اقتصاده ګټې کوي، هغه چې خپلې واکمنۍ ته دوام ورکوي، هغه چې له ځانه پرته بل څه نه ویني او تش غواړي واکمن پاته شي".
د شاه محمود قرېشي دې څرګندونو ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر ټویټر جواب ویلی او وایي قرېشي په داسې وخت کې دا خبرې کړې چې طالبانو په ټول هېواد کې پر افغان ولس بریدونه پیل کړي دي. محب لیکلي:
This comes as Taliban launches violent offensives against Afghan people across the country, we know how & why they continue to be enabled to do this. Quraishi is either uninformed, ignorant or accomplice. Maybe he also rejects that, Osama was found next to Pakistani Military HQ. https://t.co/PmNOnJjEIZ
— Hamdullah Mohib (@hmohib) June 18, 2021
"موږ پوهېږو چې څنګه او ولې دوی د دې وړ جوړول کېږي چې دې کار [بریدونو] ته دوام ورکړي. قرېشي یا خو ناخبره، ناپوه او یا یې ملګری دی، کېدای شي دی له دې هم منکر شي چې اسامه د پاکستان د پوځ مرکز ته نیژدې وموندل شو".
بل لور ته د پاکستان مشهور سیاستوال، څېړونکي او د بشري حقونو فعال افراسیاب خټک هم د شاه محمود قرېشي پر خبرو تنقید کړی او هغه یې د طالبانو "خارجه وزیر" بللی دی. افراسیاب خټک پر ټویټر لیکلي:
"طالبان به ولې بل خارجه وزیر ته اړتیا ولري چې دوی له مخکې نه یو لري؟ په افغانستان کې د پاکستان بې طرفي هیڅکه د باور وړ نه وو خو [د قرېشي خبرو] اوس هغه [د بې طرفۍ] دعوې هم لرې وغورځولې".
شاه محمود قرېشي په افغانستان کې د هند پر زیاتو فعالیتونو هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا هېواد له افغانستان سره پوله نه لري خو فعالیتونه تر اندازې زیات دي.
Why would Taliban need another foreign minister when they already have one?Pakistan’s “neutrality” in Afghanistan was never credible but it has finally thrown away even that pretension.On its way to fully internalising the Afghan conflict,is Pak sure it can chew what it’s biting? https://t.co/MCjp1yMBAJ
— Afrasiab Khattak (@a_siab) June 18, 2021
نوموړي ویلي چې له هند سره د افغانستان پر تجارت، ازادو دوه اړخیزو اړیکو او د هند په پرمختایي کارونو اعتراض نه لري، خو تور یې پورې کړی چې "هند د افغانستان له خاورې په ګټې اخیستو په پاکستان کې ترهګري کوي"، هند او افغانستان د پاکستان دا ډول تورونه مخکې هم رد کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ترکي ته د خپل سفر په مهال د "انتالیا ډیپلومېسي" غونډې په څنډه کې د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.
د ډاکټر عبدالله له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، شاه محمود قرېشي یو ځل بیا په افغان سوله کې د پاکستان پر کردار ټینګار کړی او ویلي یې دي "هېواد یې د افغانستان د ستونزې د خبرو اترو له لارې د سیاسي حل لارې پلوی دی، د نظامي یا د طالبانو له لورې د نظامي تسلط پلوی نه دی".