د پښتونخوا صحت چارواکي وایي ښځې د کرونا وېکسن لګولو ته نه ورځي

Your browser doesn’t support HTML5

د خېبر پښتونخوا په ځینو برخو کې د تیرې ورځې راهسې کور په کور د کرونا وایرس پرضد وېکسینو لګولو کمپاېن پېل شوی چې پکې د صحت عمله کور په کور ګرځي او د ۱۸ کالو نه د زیات عمر کسانو ته به وېکسین کیږي.
په یاد کمپاین کې برخه اخستونکي وايي د سړو په مقابله کې ښځې وېکسین لګولو ته نه راځي کیږي او د دوي پوهول ډیر ګران وي. د وي او ای ډیوه خبريال ارشد مومند د کرونا وایرس پرضد وېکسینو یوې ډلې سره ګرځیدلی او دغه رپورټ یې تیار کړی.