کابل: د ټولو افغان اړخونو غونډه کې د افغان دفاعي ځواکونو ملاتړ او پر سوله ټینګار شوی

واشنګټن ـــ په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهال نن د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ یوه لویه غونډه شوې چې د دې هېواد سیاسي او مذهبي مشرانو، د ښځو او مدني ټولنې استازو پکې ګډون کړی او د افغانستان د آیین او دفاعي ځواکونو ملاتړ او د جګړې پر ختمېدو او سوله یې ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه میاشت لا پاته ده او طالبانو په ګڼ شمېر ولایتونو کې خپل بریدونه روان ساتلي خو افغان حکومت هم د خپل هېواد د دفاع لپاره د جګړې په ډګر او د سولې په برخه کې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي.

د شنبې- خالي په ورځ په کابل کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ یوه لویه غونډه وشوه چې پکې د افغانستان پر روانو کړکېچنو حالاتو خبرې وشوې او ګډونوالو یې د افغان امنیتي او دفاع ځواکونو ملاتړ اعلان کړی خو ورسره یې د جګړې د ختمېدو لپاره پر سیاسي روغې جوړې ټینګار کړی دی.

د افغان ولسمشر له دفتره په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په غونډه کې د افغانستان په اساسي قانون یا آیین کې د ښځو په ګډون د خلکو د ټولو جمهوري حقونو ملاتړ اعلان شوی او ویل شوي چې افغان حکومت هیچاته د دغو حقونو د سرغړونو اجازه نه ورکوي.

ولسمشر اشرف غني د دې غونډې په اړه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې وایي "نن یوه د ویاړ ورځ وه"، ځکه چې وایي د افغانستان د اسلامي جمهوریت له خوا د هېواد مشهورو سیاسي جهادي مشرانو، دیني عالمانو، ښځو او د مدني ټولنې استازو ورسره په غونډه کې ګډون وکړ او په یوه خوله یې د افغانستان د خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا کلک ملاتړ اعلان کړ. ولسمشر غني‌ پر مخ لیکلي:

"دغو مشرانو د هېواد د امنیتي مشرتابه په وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کلک ملاتړ هم اعلان کړ، خو د سولې د هلو ځلو پر ګړندي کېدو یې ټینګار وکړ او ټول په دې سلا شول چې د افغانستان دفاع زموږ بنیادي حق دی".

د افغان ولسمشر د دفتر پر فېسبوک پاڼه د دې غونډې له خبرپاڼې سره د غونډې یو ګډ عکس هم خپور شوی چې د افغانستان د پوځ مشر بسم الله محمدي، د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت مشر حمدالله محب او ځینې سیاسي مشران هم پکې لیدل کېږي خو د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او پخوانی ولسمشر حامد کرزی پکې نه تر سترګو کېږي.

د افغان حکومت د مطبوعاتو د دفتر مشر دوا خان مینه پال وي او اې ډیوه ته وویل، حامد کرزی دې غونډې ته نه وو ورغلی خو د نه ورتګ سبب یې ونه وایي او وایي امرالله صالح یوه بله غونډه لرله.

په کابل کې دا غونډه په داسې وخت کې شوې چې یوې خواته د افغان چارواکو په وینا د طالبانو د وروستیو بریدونو له کبله له ناامنو ولایتونو څخه سلګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې دي او بلې خواته د وروستیو ګڼو بارانونو په نتیجه کې سېلابونو هم ګڼ شمېر خلک ځپلي او بې کوره کړي دي.