نن د ګل/ دوشنبى په ورځ اسلام اباد کى خبري کانفرنس ته په وېنا کې د کورنيو چارو مرکزي وزير شېخ رشيد وويل د افغان سفير د لور تښتولو پيښى د پلټنو لپاره د افغانستان ځانګړی ټيم پاکستان ته راغلی دی.
هغه وويل اسلام اباد پوليس ته يې امر کړی د پېښى سره تړلي ټول شواهد دې د خارجه دفتر د لارې د افغان ټيم سره شريک کړى شي.
شېخ رشيد زياته کړه که افغان ټيم وغواړي نو په قضيه کې چې د وړاندې نه د څلورو ټېکسي ډرايورانو او اووه نورو کسانو نه چې تفتيش شوی افغان ټيم ترې هم پلټنې کولی شي.
د جولايۍ په 16 نېټه د افغان سفير نجيب الله عليخېل لور سلسله علي د اسلام اباد نه پېنډۍ ته تله چې د نامالومه کسانو لخوا ځورول شوې او تشدد پرې شوی وو.
د يادې پېښې سره د وړاندې نه د تاو تريخوالي ښکار د پاکستان او افغانستان دوه اړخيزه اړيکې نورې ترينګلې شوې وې.
افغان ولسمشر اشرف غني په پاکستان کې د افغان سفير د لور تښتولو د پېښې په سر پاکستان کې د افغان سفير او د ټولې سفارتي عملې بيرته افغانستان ته غوښتي وو.
د افغان دولت ترڅنګ طالبانو هم د پاکستان حکومت نه د سلسله علي د ځورونکو تنانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې وه.
له دې وړاندې د افغانستان حکومت د شېخ رشېد هغه بيان ته سخت غبرګون ښودلى چې ګنې د افغان سفير د لور تښتولو پيښه د پاکستان د بدنامۍ نړيـوال سازش دی.
په پاکستان کى د بشري حقونو تنظيمونه او مخالفه ګـوندونه د افغان سفير د لور ځورولو پيښه د حکومت ناکامي بولي او دوی د شېخ رشيد د استعفا غوښتنه کوي.
د مخالفه پيپلز ګوند د اطلاعاتو سيکتر فېصل کريم کنډي لومړى په داسو کى د چينايي انجيرانو د مړيني د پلټنو لپاره د چينايي او اوس د افغان ټيم راتګ د پاکستان خارجه او کورنيو چارو وزارتونو لويه ناکامي بولي.
وى او اى ډيوه سره خبرو کى هغه وويل دا ښايي ګاونډي هيوادونه هم د پاکستان په تفتيشي نظام باور نه لري.
فيصل کنډي ټينګار کوي بايد چى د پاکستان حکومت د افغان ټيم سره مرستى وکړي چې د افغان سفير د لور ځورولو د پيښى په اړوند اصل حقاىق رامعلوم شي.
هغه د حکومت څخه د افغانستان په تازه حالاتو باندې د پارليمان قامي سلامتيا کميټۍ غونډۍ رابللو او د پارليمان باور کې اخستو غوښتنې هم وکړې.
تيره مياشت د خېبر پختنخواه داسو سيمه کى د نهه چينايي انجينيرانو د مړيني د پېښى سره تړلى د پاکستان حکومتي وزيران د تضادات نه ډک بيانونو په سر د چين حکومت په دې اړه د پاکستان څخه بشپړه ډول پلټنو غوښتنه کړې وه او د چين حکومت د پلټنو لپاره ټيم هم پاکستان ته راليږلى وو.