واشنګټن ـــ تکړه کرکټر لوبغاړی او د افغانستان د ملي لوبډلې کېپټن راشد خان هم د خپل هېواد روانو خرابو امنیتي حالاتو اندېښمن کړی او له نړیوالو یې غوښتي چې افغانستان دې په ناروین کې نه پرېږدي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کېپټن د راشد خان فاونډېشن او د افغان کرکټ اسوسیېشن له خوا د بیړنیو آنلاین مرستو غوښتنه هم کړې ده چې وایي مقصد یې په کندوز، هلمند، تخار او نورو ولایتونو کې د جګړې له کبله له بې کوره شویو او اغېزمنو سره مالي مرستې کول دي.
راشد خان نن پر خپله فېسبوک پاڼه په پښتو، دري او انګرېزي ژبو او په ټویټر یواځې په انګرېزي ژبه لیکلي چې خلک یې سوله غواړي او غوښتنه یې کړې چې جګړه دې بنده شي:
"زما ګران هېواد افغانستان له یو لوی ناورین سره مخامخ دی. هره ورځ سلګونه بې ګناه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي شهیدان کیږي. کورونه، ښوونځي، دفترونه او نور ملي او عامه تاسیسات ویجاړېږي او زرګونه کورنۍ بې کوره او در په دره شوي دي".
راشد خان د چا له نوم اخیستلو پرته ویلي، "د افغانانو وژل او د افغانستان ورانول بند کړئ"، نوموړي له نړیوالو غوښتي "لطفآ له موږ سره مرسته وکړئ چې له دغه ناورین څخه ووځو، موږ په ناورین کې مه پرېږدئ".
Dear World Leaders! My country is in chaos,thousand of innocent people, including children & women, get martyred everyday, houses & properties being destructed.Thousand families displaced..Don’t leave us in chaos. Stop killing Afghans & destroying Afghaniatan🇦🇫.We want peace.🙏
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) August 10, 2021
راشد خان دا پیغام په داسې وخت کې خپور کړی چې طالبانو په افغانستان کې جګړه تېزه کړې او تر شاوخوا دوه سوه ولسوالیو نیولو وروسته یې اوس د پینځو ولایتونو د مرکزونو د نیولو دعوه کړې ده.
راشد خان پر ټویټر او فېسبوک په میلینونو مینه وال او فالوورز لري او په افغانستان کې د هغه د سولې پیغام ته ګڼو خلکو مثبت جواب ویلی او د هغه په هېواد کې یې د جګړې درېدل او سوله غوښتې ده.
د افغانستان د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د فعالینو تر څنګ لوبغاړي هم روانې جګړې اندېښمن کړي دي او وایي په تېرو شلو کلونو کې د کرکټ او فوټبال تر څنګ یې په نورو لوبو کې هم پرمختګ کړی او د افغانستان نوم یې په نړۍ کې ځلولی دی.