دافغانستان حکومت هغه اوازې رد کړي چې ګنې د یکشنبې په ورځ وسله والو طالبانو په کابل ښار برید کړی اؤ طالبان دکابل ته ننوتي دي.
دیکشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو اؤ په ځانګړي ډول داسې اوازې خورې شوې وې چې طالبان کابل ته ننوتل اؤ دامریکا په سفارت چورلکو حفاظتې الوتنې پیل کړې.
خو لږه شیبه وروسته دافغانستان صدارتي ماڼۍ یا ارګ پخپل یو لنډ بیان کې سپیناوی وکړو چې په کابل ښار برید نه دی شوی.
په ټویټر په د ارګ خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په کابل ښار پراګنده ډزې شوي خو برید پرې نه دی شوی.
خبرتیاد کابل درنو ښاریانو، په کابل ښار کې پراګنده ډزې شوې دي، پر کابل ښار برید نه دی شوی، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه بین المللي همکارانو سره په ګډه د ښار امنیت تأمینوي، وضعیت په کنترول کې دی.
— ارگ (@ARG_AFG) August 15, 2021
بیان کې دکابل ښاریانو ته ډاډ ورکړل شوی چې دهیواد امنیتي اؤ دفاعي ځواکونه بین المللي همکارانو سره په ګډه دښار امنیت تامینوي اؤ وضعیت په کنټرول کې دی.
په کابل دبریدونو اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوي چې دیکشنبې په سهار دپاکستان سره په پوله پروت مهم خیتز ولایت هم دطالبانو لاسو ته پریوتو.
خو طالبانو پخپله یوه اعلامیه کې پخپلو وسله والو غږ کړی چې کابل ته دننوتلو نه ډډه وکړي.
په کابل ښار کې د جګړې نه کولو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه https://t.co/DZWnmSsMfd pic.twitter.com/AFkV9DlDkN
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) August 15, 2021
اعلامیه کې ویل شوي طالبان اراده نه لري چې کابل ته په زور اؤ جګړې سره ننوځي بلکې کابل ته په رضا سلا دننوتلو دپاره مقابل لوري(افغان چارواکو) سره خبرې اترې روانې دي.
طالبانو پخپله دې تازه اعلامیه کې خپلو وسله والو ته ویلي چې باید دکابل په دروازو کې ودریږي خو کابل ته دې نه ننوځي ترڅو جګړه کې بېګناه خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان دعوه کوي دهیواد په ۳۴کې ۲۶ ولایتونه یې دخپل واک لاندې راوستي دي.
اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان دیکشنبې په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي دطالبانو دمذاکراتي کمیټې یو مهم غړي ورته ویلي چې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ شوي د دوحې تړون کې داخبره شامل ده چې هیڅ یو لوری به کابل په زوره نه نیسي.
طاهر خان وایي نن دافغانستان نه یو پلاوی قطر ته تلونکی دی اؤ هیله ده چې دخبرو اترو دلارې به د روانې غمېزې یو څه حل راوځي.