په ګوادر کې د بريد وروسته چين بيا د پاکستان نه د امنيت ټینګولو غوښتنه کړې

چين د پاکستان نه غوښتنه کړې چې د ګوادر په پروني بريد کې ککړ کسان دې مالوم کړي او سخته سزا دې ورته ورکړي، او پاکستان دې د امنيت دپاره کلک ګامونه پورته کړي چې نورې داسې پېښې ونه شي.

پرون د جمعې په ورځ 20 اګست د بلوچستان صوبې په ګوادر کې د چينايانو په يو کاروان بمي بريد شوی چې پکې دوه ماشومان وژل شوي او د يو چينايي په ګډون پکې څو نور ژوبل شوي وو.

چين او پاکستان د دغه بريد غندنه کړې ده.

د چين د سفارتخانې څخه په جاري شوي بيان ویل شوي چې په پاکستان کې په وروستيو کې د امنیت وضعه خرابه شوې، په پاکستان کې پرله پسې ترهګر بریدونه کیږي چې پکې څو چينايانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چين سفارتخانې خپلو وګړو ته ويلي چې بېداره اوسي، حفاظتي تدابير ونيسي، غېر ضروري ګرځېدل بند کړي او د ځان ساتنې کلک امنيتي انتظامات وکړي.

په ګوادر کې پرون دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په 28 جولايۍ په کراچۍ کې د چينايانو په یو ګاډي ډزې شوې او يو چينايي پکې ژوبل شوی وو.

له دې وړاندې په 14 جولايۍ د خیبر پښتونخوا په کوهستان سیمه کښې په یو بس شوي برید کې د نهه چينايي وګړو په ګډون 13 تنه وژل شوي وو.

پاکستاني چارواکو اول دغه پېښې ته حادثه ويلي وه خو وروسته بيا د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ویلي وو د جولايي په مياشت کې په داسو بر کوهستان سیمه کې د چینايي کارکوونکو په بس حمله ځانمرګی برید وو او د دې تورونه یې د هند او افغانستان په استخباراتي ادارو پورې کړي وو.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د يادې پېښې وروسته د پاکستان نه غوښتي وو چې د دغه پېښې پلټنې وکړي او په پاکستان کې چينايي وګړي خوندي کړي.