قرېشي: پاکستان په افغانستان کې د ټول شموله سیاسي جوړ جاړي ملاتړ کوي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ویلي، هېواد يې په افغانستان کې د ټول شموله سیاسي جوړ جاړي ملاتړ کوي او د مخ په وړاندې تګ دپاره دا غوره لاره ګڼي.

پاکستان وايي د افغانستان په حالاتو د نورو هېوادونو سره رابطې کوي.

پاکستان په داسې حال کې د نورو هېوادونو سره رابطې پېل کړي چې طالبانو په 15 اګست کابل نيولی دی.

طالبان وايي په افغانستان کې يې د حکومت جوړونې په لړ کې د پخوانيو حکومتي او سياسي مشرانو سره ليدنې روانې دي.

پاکستان تل دغه دريځ تکرار کړی په افغانستان کې يې سوله غوښتې او د سولې ملاتړ کوي ځکه چې د افغانستان امن د پاکستان دپاره مهم دی.

د پاکستان د سرکاري میډيا ترمخه شاه محمود قرېشي د اتوار/يکشنبې په ورځ د يورپي يونين د بهرنيو چارو د وزير جوزف بورل سره خبرې کړي او ويلي يې دي پاکستان غواړي چې دا وخت د افغانانو ژوند، شتمنۍ او حقونه خوندي شي.

ويل شوي نوموړي د جرمني، نېدرلېنډ، بيلجيم، او ډنمارک د بهرنيو چارو د وزيرانو سره هم د افغانستان په روانو حالاتو خبرې کړي دي.

دا چې پاکستان بیا بيا په افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي خبره کوي دا چې پاکستان به په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت هم ومني.

په پاکستان کې چې د کلونو راهسې طالبان پاتې شوي د بهرنيو چارو وزیر فواد چودري يې په 17 اګست په اسلام اباد کې د مرکزي کابيني د غونډې وروسته ویلي وو، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د تسليمولو فېصله د سيمې او نړۍ د قوتونو سره په مشوره کوي.

هغه ویلي وو پاکستان په دغه اړوند د سيمې او نړۍ د دوست هېوادونو سره په رابطه کې دی.

بل لور ته د پاکستان د پوځ مشرجنرل قمر جاوېد باجوه په 20 اګست ويلي، تمه ده چې طالبان به د ښځو او بشري حقونو او د افغان خاورې د بل چا پرضد کارېدو په لړ کې د نړيوالو سره کړې ژمنې پوره کړي او د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.