فېسبوک د پاڼې په بندېدو په څو ساعته کې شپږ بيلين ډالره نقصان کړی

واشنګټن ـــ واشنګټن- د بلومبرګ د رپورټ تر مخه د فېسبوک مالک مارک زوکربرګ د نړۍ پينځم مالدار تن دی چې اوس ترې بیل ګېټس مخکې دی او د رپورټونو تر مخه د زوکربرګ پانګې نزدې 121.6 بيلين ډالرو ته راکوزې شوې دي.

د فېسبوک يو سرچينه وايي کمپنۍ يې د ګټې په ځای تحفظ ته لومړيتوب ورکوي او دا چې د مارک زوکربرګ ذاتي دولت په څو ساعتونو کې شپږ بيلين ډالر کم شوی دی ځکه چې فېسبوک انکارپوريټ پرون يو دم بند شوی وو.

د سوشل ميډيا د دې ګورو د سټاکس په خرڅولو کې 4.9% کمی راغلی چې د ستمبر نه راپه دې خوا 15% کمی دی او کارپوهان وايي دا لوی زيان دی.

د بلومبرګ د انډکس مطابق مارک زوکربرګ په څو اوونيو کې د 140 بيلين ډالرو نه دومره ښکته تللی دی.

د نړۍ پينځه مالداره خلک په ټوله 795 بيلين ډالره سرمايه لري.

وال سټريټ جنرل په دې اړه د دننه دستاويزونو په بنياد د ليکلو يوه لړۍ پیل کړې او وايي فېسبوک ته دا معلومه وه چې د خپل سټاکس په خرڅولو کې د غټو ستونزو سره مخ کېدلی شي ځکه د انسټاګرام د استعمال په وجه تنکۍ جینکۍ د ذهني ناروغيو سره مخ کېدلی شي او بل دا چې په جنورۍ کې د کېپيټل هېلز د لوټ مار په اړه د غلطو معلوماتو په خورولو هم پرې اثر شوی چې ياده کمپني يې نه ښکاره کوي.

دې رپورټونو د حکومتي چارواکو توجه هم را اړولې ده چې اظهار يې د ګل لا دوشنبې په ورځ د فېسبوک سرچينو پخپله وکړو.

فېسبوک ويلي د دوی د خرڅ کچه راکمېدل سياسي مداخلت هم لري او دا يواځې د ټېکنالوجي خبره نه ده.

فېسبوک په لږ وخت کې سخت زيان موندلی چې په نړۍ کې 2.7 بيلين استعمالوونکي خلک لري.