تایوان چين ته خبرداری ورکړی چې د پولو يې لرې شي، امریکايي پوځ هم خبرداری ورکړی

د تایوان د دفاع وزیر د چين پوځ ته خبرداری ورکړی چې ټاپو (جزيرې) ته دې نزدې نه ورځي کنه تايوان به ورته سخت ځواب اووايي. بل لور ته چين د تايوان فضايي حدودو ته د نزدې د پروازونو دفاع کړې او ویلي يې دي د دغه کار هدف يې د امنيت ساتنه ده.

هلته بيا امریکايي پوځ هم خبرداری ورکړی چې د بيجنګ په تایوان د فشار سېوا کولو د پاليسۍ په غلطۍ سره په ممکنه توګه په غېر ارادي توګه د جګړې امکانات سېوا کولی شي.

د امریکې محکمه دفاع په تايوان کې د اړي ګړي سېوا کېدو زمه واري په چين ور اچولې او خبرداری يې ورکړی چې داسې د شر ډکې کړنې د تاوان سبب ګرځېدی شي.

ویل کيږي په تيرو 40 کلونو کې په لومړي ځل د چين او تايوان ترمنځ په پوځي کچه تاو تريخوالی دومره ډېر سېوا شوی. تيره اوونۍ د تايوان د دفاع وزیر ويلي وو که حالات داسې وو نو په 2025 کې چين په تايوان ورختلی شي.

نوموړي دغه خبره په داسې وخت کې کړې چې د چين جنګي الوتکو پرله پسې څلور ورځې د تايوان فضايي پولو ته نزدې پروازونه کړي، او تایوان د چين دغه کار ته د ويرولو يا دهړکو عمل ويلي دي.

د دفاع وزارت په پارلیمان کې رپورټ وړاندې کړی او ویلي يې دي چې د تايوان ځواکونه د موقعې په مناسبت د اقداماتو دپاره پوره تيار دي، په رپورټ کې نور تفصيل نه دی ويل شوی.

د پېنټاګون پرېس سيکرټري جان کربي ویلي، چين د تايوان او همکارانو د ویرولو او په هغوی د فشار سېوا کولو هڅې يې ګړندۍ کړي دي او په دغو هڅو کې په تايوان، د ختيځ بحېره چين او جنوبي بحېره چين په علاقو کې وسله وال عمليات شامل دي.

هغه ویلي د چين عمليات د بې ثباتۍ سبب جوړيږي او د دې غلطۍ سره خطره سېوا کیږي.

کربي ویلي د تایوان دپاره د امریکې عزم د غره په څېر دی.

هغه ويلي امریکا په ابنای تایوان کې د سولې او ثبات په لړ کې دلچسپي لري او دغه وجه ده چې امریکا به تايوان ته د مناسب دفاعي توان په ځای ساتلو کې د دوی مرستې کوي.

هغه ويلي امریکا په چین زور راوړي چې د ابنای تايوان د اختلافاتو په پرامنه توګه هوارولو دپاره خپلې ژمنې پوره کړي.