کرزی: پاکستان دې د افغانستان استازيتوب نه کوي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، پاکستان دې د افغانستان استازيتوب نه کوي، هغه دا خبره په داسې حال کې کړې چې د طالبانو په 15 اګست د افغانستان د نیولو وروسته پاکستان پرله پسې په نړيواله ټولنه غږ کوي چې د طالبانو د نوي حکومت سره کار وکړي.

د وي او اې سره په ځانګړې مرکه کې حامد کرزي ویلي په افغانستان کې به د طالبانو حکومت، چې په نړيواله کچه رسمي پېژندګلو ترلاسه کوي، اول به ورته په ملک کې دننه قانوني حيثيت ترلاسه کول وي.

هغه ويلي، د طالبانو حکومت يواځې د افغان ولس د خواهش ترمخه قانوني حیثيت ترلاسه کولی شي، هغه که د انتخاباتو په لار وي او که د لویې جرګې.

د نوموړي په وېنا افغانستان دا وخت په نازک پړاو ولاړ دی، ولس بايد زمه واري ترسره کړي، يو موټی شي او د افغان ولس د خوښې حکومت جوړ شي.

هغه ويلي د طالبانو حکومت يا د بل حکومت دپاره په خپل ملک کې قانوني حيثيت ترلاسه کول د نړيوالې ټولنې لخوا په رسميت پېژندنې دپاره بنیاد وي، او حکومتونه د خپل ولس په خوښه قانوني حیثيت ترلاسه کولی شي.

د پاکستان په اړه پوښتنې په ځواب کې حامد کرزي ويلي، پاکستان ته يې پېغام دی چې ورور هېواد يې دی، د افغانستان د استازيتوب هڅه دې نه کوي، د دغې په ځای دې د افغانستان سره غېر پوځي اړيکو جوړولو هڅې وکړي.

هغه ويلي د پاکستان د ولس سره یې په ولسي کچه ژورې اړيکې دي، د پاکستان نه تمه ساتي چې د لاس وهنې، تندروۍ او ترهګرۍ ته د ودې ورکولو د لارې دې د افغانستان سره د اړيکو جوړولو هڅې نه کوي بلکې د ولسي او نړيوالو اصولو د لارې دې اړيکې جوړې کړي، افغانستان به ورسره ښې اړيکې ولري.

کرزي دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د طالبانو په افغانستان کې په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي پرله پسې د طالبانو د حکومت ملاتړ کوي او په نړيواله ټولنه غږ کوي چې د طالبانو د حکومت سره په ګډه کار وکړي.

د ستمبر په مياشت کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وېنا کې ويلي وو که افغانستان د پامه وغورځول شو بشري بحران به پکې رامنځته شي، او اغېزې به يې نه يواځې د افغانستان په ګاونډيانو بلکې هر چرته وي.

د طالبانو نه وړاندې د اشرف غني او د هغې نه وړاندې د حامد کرزي حکومتونو تل په پاکستان تورونه لګولي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کړی او په خپله خاوره یې ورته پناه ورکړې خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

حامد کرزي په افغانستان کې د داعش په موجودګۍ اندېښنه څرګنده کړې چې داعش نه يواځې د افغانستان بلکې د سيمې دپاره خطره ده.

کرزي په افغانستان کې د داعش د وروستيو ځانمرګو بريدونو يادونه کړې او ويلي يې دا ثابتوي چې داعش د افغان ولس دپاره خطره ده، پکار ده چې سيمه ييز هېوادونه د داعش پرضد جګړه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه حامد کرزي ویلي د ښځو د کار ځايونو ته تلل، د جينکو سکولونو او پوهنتونونو ته تلل اړين دي، او زياته کړې يې ده نړیواله ټولنه که دغه غوښتنه کوي او که نه کوي د د افغان ولس غوښتنه ده.

(خبر د وي او اې انګرېزۍ په مننه)