بلاول: د پارلیمان د منظورۍ پرته د ټي ټي پي سره معاهده نه شي کېدی

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي، د افغانستان په اړه پاليسي، د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکراتو او تحریک لبېک سره معاهدې په اړه يو اړخيزه فېصلې نه شي کېدی.

نوموړي د ګل/ دوشنبې په ورځ (اتم نومبر) په پارلیمان کې د ملي امنيت غونډه شوې او د ملي امنيت په اړه پارلیماني کمېټۍ ته د احوال تيرولو وروسته بلاول دغه خبرې کړي دي.

نوموړي ویلي چې د پاکستان د صدر، وزیراعظم او بهرنيو چارو وزير د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په اړه يې وړاندې هم نيوکې کړې وې او اوس یې هم کوي ځکه چې د دوی سره مشوره نه ده شوې او نه کومه اتفاق رایی جوړه کړی شوې ده.

بلاول بټو زرداري ویلي، دا خلک څوک دي چې د ټي ټي پي نه د خبرو خېرات غواړي او د ټي ټي پي سره يو اړخيزه مذاکرات وکړي چا چې سپاهيان، قومي مشران او د ارمي پبلک سکول ماشومان وژلي دي.

نوموړي زياته کړې په دغو خبرو د پارليمان نه منظور کړی شوې پاليسي غوره او قانوني کېدی شي.

د تحریک انصاف ګوند د حکومت مخالفه پاکستان پيپلز پارټۍ مشر دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې حکومت د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د پاکستان د ايين په رڼا کې د مذاکراتو کولو ویلي دي.

د اطلاعاتو وزیر فواد چودري پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ ويلي د طالبانو سره د معاهدې لاندې په بشپړ ډول ډز بندي يا اوربند باندې امادګي شوې ده، او چې په دغه لړ کې پرمختګ کيږي، اوربند به غځولی شي.

تحریک طالبان پاکستان هم د حکومت سره د مذاکراتو او اوربند خبره تاييد کړې ده.

دواړو ويلي د افغانستان د طالبانو په مينځګړيتوب مذاکرات کيږي.

د اکتوبر په لومړۍ نېټه وزیراعظم عمران خان د ټي ټي پي د ځينو ډلو سره د خبرو کولو ویلي وو، او د دغه خبر مخې ته راتلو وروسته د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو مياندو پلارانو د دغو خبرو غندنه کړې او غوښتي يې وو چې د دوی نه هيڅ تپوس نه دی شوی.

په کال 2014 کې د پېښور په ارمي پبلک سکول طالبانو بريد کړی او د ټي ټي پي پخواني مشر فضل الله يې زمه واري منلې وه، په دغه بريد کې د 150 پورې کسان وژل شوي چې زياتره يې د سکول ماشومان وو.

بلاول په خپلو خبرو کې د تحریک لبېک پاکستان يادګېرنه هم په داسې وخت کې کړې چې حکومت د توندروه ډلې تحریک لبېک پاکستان نوم د لاقانونه ډلو د نوملړ څخه ویستی دی. دا کار په داسې وخت کې شوی چې حکومت د دغه ډلې مذاکرات کړي دي.

روان کال د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت تحریک لبېک لاقانونه ګرځولې وه.