د پاکستان اقتصاد د غېر یقيني صورتحال او روپۍ د سخت فشار سره مخ ده

د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف تر منځه د رسمي لوظنامې د اعلان د نشتوالي له امله پوهان وايي د پاکستان اقتصاد د غېر يقيني صورت حال سره مخ دی چې له امله يې د پاکستان د ونډو بازار (سټاک اېکسچېنج) لاندې راغلی ،د روپۍ قدر کم شوی او امکان لري د ګرانۍ له امله د سود شرح سېوا شي.

تیره اوونۍ د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترین ویلی وو د مالیاتی ادارې سره يې خبرې وړاندې تللي دي، او ډېر زر به مالياتي اداره اعلان وکړي خو تراوسه پورې کوم اعلان نه دی شوی چې اغېزې يې په مارکيټ کيږي.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي د ايي اېم اېف پروګرام د پاکستان دپاره ډیر مهم دی ځکه چې پاکستان ته به قرضه تر لاسه شي او نورې نړيوالې ادارې به هم پاکستان ته قرض ورکړي.

هغه وويل د پاکستان غیر ملکي اکاونټ د فشار لاندې دی او روان مالي کال امکان لري کرنټ اکاونټ خساره 12 اربه ډالره ته ورسي، روان مالي کال پاکستان ته 12 اربه ډالره قرضه هم واپس کول دي او پاکستان ته به د نورو 16 اربه ډالرو ضرورت وي او دا به هله میلاویږي چې د ايي اېم اېف پروګرام بحال شي او که نه شي نو د روپۍ قدر به نور راکم شي.

تيره اوونۍ د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترين ويلي وو، د ايي اېم اېف سره لوظنامه بحال شوې ده خو تراوسه يې رسمي اعلان نه دی شوی.

د اقتصاد ماهر محمد سهېل يو شخصي ټیلی ویژن جیو سره په خبرو کی ويلي، د پور د لوظنامې د نشت والي په وجه اقتصادي غېر یقیني صورت حال پیدا شوی او منفي اغېزې يې پرېووځي.

هغه ويلي د تیرو څلور اوونو راهسې مونږ د ايي اېم اېف د لوظنامنې په تمه يو، خو رسمي اعلان نه دی شوی، د روپۍ قدر بيا کم شوی، د باندو قيمت کم شوی او امکان لري د سود په شرح کې هم زیاتوالی راشي.

د پاکستان مرکزي بینک وايي دا وخت په انټر بېنک مارکیټ کۍ د روپۍ په مقابل کې ډالر بيعه 171.81 روپۍ ده خو په پرانستۍ مارکیټ کې د ډالر بيعه 172 روپۍ او 80 پېسې ده.

تیره ورځ د روپۍ بيعه 171 روپۍ وه او له دغه وړاندې د 175 روپو نه سېوا شوې وه. خو بيا سعودي عرب پاکستان ته د څلور اربه او 20 کروړه ډالرو ورکولو اعلان کړی او ډالر 170 روپو ته راغلی وو.

اقتصاد پوهان وايي که د ايي اېم اېف پروګرام بحال نه شو، د يو ډالر قيمت 180 روپو ته رسېدی شي.