د پاکستان د بلوچستان صوبې حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په مشر منظور پشتين، علي وزیر او محسن داوړ سره په نورو صوبې ته په داخلېدو د 90 ورځو بندېز لګولی دی.
دغه اعلاميه چې په ټولنيزو رسنیو خپره شوې، د بلوچستان د کورنيو او قبايلي چارو محکمې په 11 نومبر نېټه خپره کړې ده.
وي او اې ډیوه د بلوچستان صوبايي حکومتي چارواکو سره د دغه اعلاميې په اړه د رابطې هڅه کړې، خو ځواب ورته نه دی شوی، خو حکومتي سرچينې اعلامیه تاييدوي.
په اعلاميه کې ويل شوي، د امن عامه د ساتنې د 1960 د ارډيننس لاندې په منظور پشتين، محسن داوړ، علي وزیر، سېد عالم مسيد، عبدالله ننګيال او ثنا اعجاز چې دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دي، د 11 نومبر 2021 څخه د اتمې جنورۍ 2022 پورې د صوبې يوې ضلعې ته نه شي داخلېدی.
د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په ټويټر دغه اعلاميې ته ويلي، "د بلوچستان حکومت راباندې يو ځل بيا صوبې ته په ورتګ بندېز لګولی دی. د برتانيې کالونيل رياست به هم دغه شان کول. پي ټي اېم د امن غوښتنه کوي. هغه څوک چې امن ته ترې خطره ده پرانستي ګرځي. دا ډول جرمي چلند بايد ودرول شي".
Govt of Baluchistan has again reimposed ban on our entry to Baluchistan. British colonial state also did the same. #PTM emerged for demanding peace. Those who are threat to peace roam openly in tinted windows pickups. Such criminalization must stop. #ApartheidState pic.twitter.com/RNm6XzA8ux
— Manzoor Pashteen (@ManzoorPashteen) November 21, 2021
د بلوچستان صوبايي حکومت دغه اعلاميه په داسې وخت کې خپره کړې چې په اتم نومبر منظور پشتين اعلان کړی وو چې د پي ټي اېم د بندي غړو د خوشي کولو دپاره په 14 نومبر په پېښور، کوټه او کراچۍ کې د احتجاجي مظاهرو او بيا په 26 نومبر په کوټه، په پينځم دسمبر ټانک خېبرپښتونخوا او په 19 دسمبر به په کراچۍ کې جلسې کوی.
وروسته په 14 نومبر پشتين د پېښور پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهرې ته په وېنا کې ويلي وو، په 26 دسمبر به پي ټي اېم د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهي او که په لسو ورځو کې د پي ټي اېم قېديان خوشي نه شو نو بيا د کراچۍ نه تر کوټې پورې، او د هغه ځای نه به په ټوله پښتنه سيمه بټګرام او مانسهره به راتاويږو او اسلام اباد ته به لاريون کوي.
په منظور پشتين د کال 2018 په وروستيو او په کال 2019 کې هم بلوچستان صوبې ته په ورتګ بندېز لګول شوی وو.