بنو: جاني خېل وايي غوښتنې يې نه دي منل شوي بيا يې پرلت پېل کړو

د خېبرپښتونخوا صوبې د بنو جاني خېل قوم وايي غوښتنې يې نه دي منل شوي او بیا يې احتجاجي پرلت پیل کړو خو د بنو انتظامیه وایي د دوی سره شوې ژمنې په ځای دي او په عملي کولو یې پېل کړی دی.

جاني خېلو د روان کال د مارچ په مياشت کې د څلور تنکيو هلکانو د مړو موندلووروسته اته ورځې او د یو قبایلي مشر تر وژل کېدو وروسته 28 ورځې پرلت وهلی وو.

دا دوه پرلتونو وروسته له هغې ځنډول شوي ووچې د صوبې وزيراعلا او بيا د قامي مشرانو په منځګړیتوب د صوبې د يو وزیر او ضلعې انتظامي د جاني خېلو سره معاهدې کړې وې او د دوی غوښتنې يې منلې وې.

د پرلت یو مشر لطیف وزیري وویل دوی پرلت بیا ځکه پېل کړو چې د دوی په غوښتو عمل نه کیږي.

هغه وویل دوی سره وعدې شوې وې چې دا علاقه به د هرقسمه ناامنۍ نه پاکولی شي، د تنکي ځوانانو په وژنه کې ککړ کسان به نیول کیږي او سزاګانې به ورته ورکول کیږي، د احتجاجي پرلت پرمهال په احتجاج کونکو جوړې مقدمې به ختمولی شي او د علاقې نه بې درکه شوي کسان به خوشي کولی شي .

هغه وویل تر اوسه په دې یوه غوښتنه کار نه دی شوی او دوی ته یوازې د مرستو ورکولو ویل کیږي کومه چې د دوی غوښتنه نه ده د ریاستي ادارو زمه واري ده چې علاقې ته به وده ورکوي.

لطیف وزیری زیاته کړه د دوی تر ټول لویه ستونزه په علاقه کې هدفي وژنې دي، چې د علاقې خلک یې د پرېشانۍ سره مخ کړي دي، خو حکومت یې د نا امنۍ د مخنوي غوښتنه نه مني او د مرستو ورکولو ورته وویل کیږي.

د علاقې یو مشر ډاکټر نور محمد وویل دوی احتجاج بیا پېل کړو په جاني خېل منډاي کې تیارۍ نیول کیږي.

هغه وویل د اتمانزو په منځګړيتوب دوی پرلت ځنډولی وو، خو دوی بیا د اتمانزو د مشرانو سره رابطه کوي دوی ته ځواب نه ویل کیږی.

هغه وویل قام یې رایو ځای کیږی هغه به فیصله کوي چې اسلام اباد ته لاریون کوي که پشاور ته.

د بنو د مرستیال کمیشنر دفترمطبوعاتو سره په شریک کړي بیان کې ویلي د جاني خېلو سره شوې وعدې په ځای دي او په عملي کولو يې پېل شوی دی.

په بيان کې ويل شوي، د صوبې اعلا وزیر محمود خان د جانې خېلو سره کړې وعدې سره سم د علاقې د ترقۍ لپاره څلور اربه 15کروړه 21لکه روپۍ فنډ منظور کړی دی، چې په دوه اربه په جنوبي وزیرستان کې د ډېم جوړولو سره په علاقه کې سکولونه، د روغتیا مرکزونه، سړکونو، نکاس او یو شمیر نور کارونه کولی شي.

د مارچ په مياشت کې احتجاجي مظاهره د څلور تنکو کچه هلکانو د مړو ترلاسه کېدو وروسته شوې او بيا د وزیراعلا په مشرۍ معاهده کې په علاقه کې د امنیت ټينګولو، علاقه د وسله والو څخه پاکولو، د هلکانو په وژنه کې ککړو کسانو نيولو او سزا ورکولو، او د علاقې نه د بې درکه کسانو مالومولو ويل شوي وو.