برتانيې او پاکستان د افغانستان بشري بحران ته د ګډ غبرګون دپاره په نړيواله ټولنه غږ کړی

برتانيې او پاکستان په نړيواله ټولنه غږ او وکالت کړی چې د افغانستان بشري بحران ته دې په ګډه غبرګون اووايي، افغانان د طالبانو په افغانستان کې د واک راتلو وروسته د بشري بحران سره مخ دي.

د نهې/ سه شنبې په ورځ (14 دسمبر) په اسلام اباد کې راجوړ نړيوال سيمینار ته په وېنا کې د برتانيې هايي کمشنر کرسټن ټورنر وويل باثباته افغانستان د دوی شريک هدف دی او ټينګار يې کړی، برتانيه عملي لار خپلوي او د طالبانو سره خبرې کوي.

د وي او اې د خبر ترمخه، د برتانيې هايي کمشنر ويلي، د ترهګرۍ ضد جګړې، د لږکيو د حقونو، د ښځو د حقونو او جينکو د تعليم په اړه د طالبانو سره خبرې کوي.

سيمینار ته په وېنا کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وويل، د طالبانو حکومت ټولو ګاونډي هېوادونو ته باور ورکړی چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ دپاره د بل چا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د قرېشي په وېنا دوی په افغانستان کې د ټولو نسلي او مذهبي لږکيو سره د ښځو د حقونو دپاره وکالت کړی او کار کوي.

هغه ويلي پاکستان راتلونکې اوونۍ د 57 اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظيم (او ايي سي) غونډه رابللې، چې د ملينونو افغانانو دپاره د خوراک، درملو او کورونو په اړه پکې د مرستو خبره وکړي.

هغه ويلي په دغه غونډه کې د طالبانو سره د امریکا، روس، چين، برتانيې، فرانس، ملګرو ملتونو او يورپي يونين استازي هم رابلل شوي دي.

طالبانو په 15 اګست افغانستان نيولی او امریکا او ايتلافيانو يې شتمنۍ تړلي دي.

د افغانستان اقتصاد چې د تیرو 20 کالو راهسې په بهرنيو مرستو روان وو، د مرستو ناڅاپه ودرولو د دغه هېواد اقتصاد د سقوط په پوله ودرولی دی، او بندېزونه د بنيادي خدمتونو د مينځه تلو سبب جوړیږي او د خوراکي توکيو، تیلو او نورو څيزونو بيې په چټکۍ سره لوړيږي او عام افغانان يې د اخستو جوګه نه پاتې کیږي.

افغان بېنک د نړیوالو بندېزونو له امله يواځې يو څه فعال دی.

د طالبانو حکومت د بشري حقونو د اندېښنو او ټولشموله حکومت د نشتوالي له امله تراوسه پورې يو هېواد هم په رسميت نه دی پېژندلی.

پخواني امریکايي سفارتکارې رابن رافېل سيمينار ته په وېنا کې ويلي، د امريکا او نورو مغربي هېوادونو لومړيتوب دا دی چې د خطرو سره مخ افغانان بهر اوباسي، او د طالبانو د حکومت په رسميت منلو نه ډډه کوي.

خو هغې ويلي پکار ده چې د ملينونو افغانانو ژوند ژغورولو ته هم لومړیتوب ورکړی شي.

رافېل ويلي، د يورپي يونين ځينې هېوادونه په افغانستان کې دفترونه پرانيزي او د طالبانو د هغو مشرانو سره خبرې کوي په چا چې بندېزونه نشته، هغې زیاته کړې د هغې په نظر امريکا له هم دغسې کول پکار دي.