بلاول: په 5 جنورۍ د لاهور نه د دې حکومت ختمولو کيسه پېل کوو

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ويلي، د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د ختمولو پرضد په پينځمه جنورۍ د لاهور نه کيسه پېلوي، چې د پاکستان پيپلز ګوند د مشر ذوالفقار علي بټو د زوکړې ورځ ده، او د ګوند مرکزي غونډه به کيږي.

په 27 دسمبر د سيند صوبې په ګړي خدا بخش کې د خپلې مور او پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بټو د 14 تلين دستورې ته په وېنا کې بلاول بټو زرداري وویل، د دې ګو‌ډاګي (کټهـ پتلي) حکومت پرضد د جګړې کولو د اعلان وخت راغلی دی، او په پينځمه جنورۍ به د لاهور ښار نه د دې حکومت د ختمولو کيسه پېلوي، چرته چې د پيپلز ګوند بنياد اېښودی شوی وو.

هغه وويل راتلونکي انتخابات او وزیراعظم به د پيپلز ګوند وي.

بلاول په خپله وېنا کې وویل، پاکستان پيپلز ګوند د ترهګرۍ ملا ماته کړې او په سوات او وزیرستان کې يې د پاکستان بېرغ لګولی وو. خو نن د قربانو سودا کيږي، او د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو او د سرتيرو د وينې سودا کيږي او د ترهګرو په وړاندې د پاکستان وزیراعظم (عمران خان) سر ټيټ کړی او خېرات غواړي، او ترهګرو ورته ځواب ورکړی دی.

هغه وويل د پيپلز ګوند غړي اوس هم د ترهګرو په وړاندې ولاړ دي او د ترهګرو پرضد مبارزه کوي.

د پيپلز ګوند مشر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د نومبر په مياشت کې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د مذاکراتو او يوې میاشتې ډز بندۍ کولو ويلي وو.

خو په دسبمر کې ټي ټي پي د ډز بندۍ ختمولو ويلي، او وروسته يې د څو بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.

د ټي ټي پي د ډز بندۍ ختمولو د خبر وروسته د پاکستان د اطلاعاتو مرکزى وزير فواد چودرى ويلي وو، د تحريک طالبان پاکستان په اړه د رياست دریځ واضحه دی او هغه دا چې څوک د پاکستان ایين او قانون منونکي نه جوړیږي نو په ضد به یې ریاست د پخوا په شان جګړه کوي.

بلاول وويل، په 1973 کې يې نه يواځې ايين او 18 ايينې بدلون په ځای کړی، بلکې صوبې يې خپلواکه کړي، خپله برخه يې ورکړې، د اېن اېف سي اېوارډ، او 18 اييني بدلون له لارې يې پرمختګ کړی دی.

هغه وویل د پيپلز ګوند د حکومت تلو وروسته په 18 اييني بدلون عمل ودرول شوی دی، په اوسني حکومت کې د صوبو نه حقونه تروړل کيږي.

د پيپلز ګوند مشر زياته کړه، په ټول ملک کې خلک پرېشانه دی ځکه چې د خان صاحب کټهـ پتلي حکومت دی. هغه په ملک کې د ګرانۍ يادګېرنه وکړه او وې يې ویل پاکستان يواځې پيپلزګوند بچ کولی شي او د مشکلاتو څخه يې خلاصولی شي.

د دستورې ګډون والو ته بلاول وویل، تاسو به په ټيلي ويژن د تبصره نګارو او کالم نګارو دا د ډيل، ډيل (جوړ جاړي) اورېدلي وي، یاد وساتئ دا هغه څېرې دي، چې د 27 دسمبر 2007 په سهار يې په بېنظير بټو د جوړ جاړي تورونه لګولي وو، پاکستان پيپلز پارټي د جوړ جاړي په سياست يقين نه لري دا ګوند په ولس بروسه کوي.

هغه وویل څوک چې د جوړ جاړي سياست کوي د هغو هديرې نه وي ډکې. دا ګوند غېر جمهوري سياست نه کوي. هغه په خپلو پلويانو غږ وکړو چې پاڅئ او تياری ونيسئ.

د پاکستان دوه ځله جوړه شوې پخوانۍ وزیراعظمه بېنظير بټو په 27 دسمبر کال 2007 کې په رالپنډۍ کې د ډزو او چاودنې په نتيجه کې وژل شوې وه.

د بېنظير بټو د وژنې زمه واري د هغه وخت د پخواني پوځي امر جنرل پروېز مشرف حکومت د تحريک طالبان پاکستان په مشر بېت الله محسود باندې اچولې وه.