په شام کې مشکوک ځانمرګي بريدونه شوي

د شام په شمال ختيځ کې د ترکي سره پولې ته نزدې د دوه مشکوک ځانمرګي بريدونو په ګډون چاودنو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي، رويټرز خبري ادارې ویلي د زیارت په ورځ شوې دغه چاودنې د دې کال 2022 په شام کې لومړي بريدونه دي.

د خبر ترمخه د ترکي پولې ته نزدې په عزاز ښار کې د ټرانسپورټ د دفتر سره نزدې په چاودنه کې يو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د پوليسو سرچينو ويلي د دغه پېښې څو ساعته وروسته په البېب سيمه کې يو ځانمرګی وژل شوی او درې کسان پکې ژوبل شوي دي.

ویل شوي له دغې څو دقيقې وروسته د عفرېن ښار د کردانو په علاقو کې ځانمرګی برید شوی دی.

د ترکي او شام ځواکونو په کال 2018 کې د کرد ملېشې (وايي پي جي) څخه د عفرېن ښار نيولی وو.

دغه سيمه چې د ترکي په ملاتړ د شام د ياغيانو په لاس کې وه، تير کال پکې پرله پسې د عامو خلکو په ځايونو کې چاودنې شوې وې.

ترکي او ملاتړو ياغيانو يې ویلي وو چې په دغه علاقه کې چې درې ملينه د شام خلک پکې ژوند کوي، د چاودنو هدف هلته غېر حکومتي عملداري رامنځته کړي، چرته چې د لسيزې راهسې د کورنيو جګړو له امله خلکو کډې کړې وې.

په عزاز ښار کې د ترکي ملاتړو عرب ياغيانو د مخکنيو چاودنو زمه واري د کردانو په ملېشه (وايي پي جی) باندې اچولې وه.

خو د کردانو ملېشې په ځواب کې په ترکي تور لګولی چې په جګړه کې يې په ډرون بريدونو کې عام خلک وژلي وو.

ترکي دغه د کردانو ملېشه د ترکستان ورکرز پارټۍ برخه ګڼي، او انقره دغه ډله ترهګره ډله ګرځولې ده.