نيويارک کې پاکستانی خبريال ارشدچوهدري د کرونا له امله مړ شوی 

د امريکا په نيويارک ښار کې ارشد چوهدري نومې پاکستانی خبريال تېره ورځ د کرونا وبا له امله مړ شوی دی۔

نوموړی له تېرو پينځویشتو کلونو راهسې په امريکا کې مېشت ؤ او له دغه ځایه یې پاکستاني رسنیو سره کار کولو.

د نوموړي دکورنۍ په وينا د جنورۍ په پينځمه نېټه هغه په کرونا وایرس داخته کیدو له امله بروکلېن ميمونډيز روغتون ته وړل شوی ؤ او د اتوار په ورځ يې ساه ورکړې ده.

په نيويارک کې د پاکستاني ټولنې له خوا هم د نوموړي په مړينه د خفګان څرګندونه شوې او ويلي شوي چې ښاغلی چوهدري د پاکستاني ټولنې یو موثر غږ ؤ او تل يې د خبريال په توګه د ځایي پاکستاني ټولنې ستونزې په خپلو ليکونو کې پورته کړي دي۔

د ارشدچوهدري تړاؤ د پاکستان د ساهيوال سيمې سره ؤ او د هغه نزدې ملګري سرورچوهدري مطبوعاتو ته ويلي نوموړی له تېرو ۲۵کالو راهسې په ټولنه کې د يو متحرکه غړي په توګه ليدل کېدو۔

د نيويارک د صحت د چارواکو په وينا تر دې دمه په سيمه کې د څلور نيم مليونه نه زيات خلک د دې وايرس نه اغېزمن شوي دي او تر ۶۵ زره خلکو ژوند له لاسه ورکړی دی۔

د چارواکو په وينا نهه فيصده مثبتې پېښې مخې ته راغلې دي او په شاوخوا پينځوؤ زره کسانو کې د وايرس پخلی شوی دی خو اوس د مثبتو پېښو کچه په کمېدو ده او په تېرو ۲۸ ورځو کې په ۲۰ زره ۵۴۳ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی۔

هم دا راز په تېره اوونۍ کې ۲۶۷ کسان په روغتون کې د درملنې لاندې وؤ او ۸۱ کسان په تېره اوونۍ کې مړه شوي دي۔