په بلوچستان کې د پوهنتون یو محصل او د ټولنیزې رسنۍ یو فعال بې درکه شوي دي

د بې درکه شویو کورنيو د سازمان مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ

په بلوچستان کې له پنجګور څخه د ټولنیزې رسنۍ یو فعال ملک میران او له خضدار څخه د اسلام اباد پوهنتون د ایم فل یو زده کونکی حفیظ الله لادرکه کړای شوي دي.

د پنجګور د سرحدي ضلعې نه د ټولنیزې رسنۍ فعال ملک ميران د ګل یا دوشنبې له ورځې لادرکه شوی او د هغه د کورنۍ غړي تور لګوي چې میران حکومتي ادارو وړی دی خو حکومتي ادارو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملک میران ورور محمد شریف بلوڅ ډیوې ته وويل، چې د شپې څلور بجې یې کور ته په دوؤ ګاډو کې کې د ساده جامو خلک ورغلل دروازه یې وټکوله او ملک میران یې چې د هغه مشر ورور دی له ځانه سره بوتلو.

محمد شریف وویل ورور یې ملک میران په جبري توګه لادرکه کړای شوی دی او د هغه یواځینۍ ګناه دا وه چې د ټولنیزو رسنیو فعال و.

هغه وويل چې میران د خلکو غږ و او په ټولنيزو رسنيو يې د حکومت پرضد خپل غم او درد څرګنداوه.

د بلوچستان بنګور هغه سیمه ده چې بلوڅو بېلتون غوښتونکو پکې د پاکستان د امنیتي‌ ځواکونو په یو مرکز باندې درې ورځې خونړۍ جګړه وکړه چې د هغوی په وینا ۱۹۶ امنیتي ځواکونه یې پکې ووژل خو د پاکستان پوځ پکې یواځې د خپلو نهو سرتېرو د وژل کېدو خبر تاییدوی.

بل پلو د خضدار په سيمه کې حاجی محمد حسن وويل، چې دده زوې حفيظ الله د جنورۍ د مياشتی پر پنځه وېشتمه له اسلام آباد څخه د رخصتي له پاره راغلی وؤ هلته په قاید اعظم پوهنتون کې د فزکس د ايم فل زدکونکی و.

هغه وايي، تېره ورځ ماذدیګر یې په يو شخصي اسکول کې ځایي ماشومانو ته درس ورکاوه چې خلک راغلل په زوره یې له ځان سره یوړ.

د مکران کمشنر د دې خبرې پخلی وکړ چې د ملک مهران د ورکېدو په هکله درخواست ورکول شوې دي. ده مرستيال کمشنر ته امر کړې دي چې په دې اړه دې پلټنې وکړي.

د بې درکه شوؤ کورنيو د سازمان مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ ادعا وکړه چې عمليات روان دي او د بلوچستان له نورو سيمو څخه هم په زوره باندې ځوانان بې درکه کړاې شوي دي خو نور تفصيل یې ورنه کړ.

د بلوچستان د بشري حقوقو د سازمان غړي شمس مندوخيل وايي، چې د لاهور د انار ګلی د چاودنې وروسته هم هلته يو شمېر د بلوچستان زدکونکې کې ځورول شوي وو اوس بيا د ملک مهران او حفيظ الله بې درکه کېدل د اندېښنې وړ او د پاکستان د اساسي قانون څخه سر غړه ونه ده.

مندوخېل وړاندې وویل، چې بې درکه کړای شوي کسان باید عدالت ته وړاندې کړې شي که جرم پر ثابت شو سزا دي ورکړل شي او که نه نو خوشې دې کړای شي ځکه که داسې ونشي نو له دې سره په خلکو کې کرکه نوره هم زیاتېږي.

پر ټولنیز رسنۍ باندې هم د ملک میران او د حفيظ الله د راخوشې کېدو غوښتنه شوې ده.