نوې څیړنه: کورونا وبا روغتیايي کارکوونکو ته د ځانوژنې خطر پېښ کړی

سیډني ــــ د یوې نوې څیړنې له مخي په اسټرېلیا کې د هرو لسو څخه یو روغتیایي کارکوونکی د کورونا وبا په جریان کې د ځانوژنې یا هم ځان ته د زیان رسولو فکر درلود.

دا د روغتیایي پاملرنې د کارکوونکو تر منځ- چې د ځانوژنې په اړه فکر کوي- د نړۍ تر ټولو لویه څېړنه ده.

په دې څېړنه کې د اسټرېلیا د لومړۍ لیکې روغتیایي کارکوونکي څېړل شوي، په دې څېړنه کې د 8,000 کارکوونکو نظرونه راټول کړل شوي، چي پکې د مختلفو پوسټونو مسلکي کسان لکه روغتیایي کارکوونکي، صفاکاران، نرسان او ډاکټران شامل دي.

څېړنه ښیي چې 10 فیصده ځواب ویونکو د کویډ-19 وبا په جریان کې د ځانوژنې یا ځان ته د زیان رسولو فکر درلود، مګر له نیمایي څخه لږو د رواني روغتیا د مسلکي متخصصینو څخه مرسته غوښتې وه.

د کویډ-19 وبا تر راڅرګندېدو دمخه د اسټرېلیا روغتیایي کارکوونکو د نورو مسلکونو په پرتله د ځانوژنې لوړه کچه درلوده.

څېړونکو نتیجه تر لاسه کړې چې احساساتي ستړیا او خفګان د دغو فکرونو تر شا لوی سبب ګڼل کیږي. دا چې کاري او روحي فشار کولای شي د لا زیاتو طبي غلطیو لامل شي او هم د ناروغیو د پاملرنې کارکوونکو په کاري کیفیت منفي اغیزه کولای شي.

جورجینا لونرګن چې د اسټرېلیا د ویکټوریا ایالت د ایټمي درملو د ټیکنالوجیسټه ده، د اسټرېلیا مطبوعاتو ته وویل چې د هغې دنده خورا روحي فشار ورکوونکې وه. هغې وویل:

"زما په اند هر هغه څوک چې د روغتیایي پاملرنې په څانګه کې کار کوي، روحي فشار لري. د تېرو څو کلونو په اوږدو کې ما دوامداره روحي فشار درلود. ډېر وخت تاسې نه غواړئ کار ځای ته راشئ، آن د دفتر په لاره د روحي فشار له امله ډېر ځله ژړا راتله، زه له دې ډول فشارونو ستړې شوې وم".

دا سروې د چارشنبې- شورو په ورځ د اسټرېلیا او نیوزیلېنډ په «نفسیاتي ژورنال» کې خپره شوې ده.

د اسټرېلیا ډېری برخه خلک د اومیکرون ډوله کورونا سره مبارزې ته دوام ورکوي. حکومتي شمېرو ښودلې چې له 3,500 څخه ډېر خلک په روغتونونو کې په وایرس اخته دي.

د کویډ-19 د وبا له پیل راهیسې اسټرېلیا د 2.4 میلینه کورونا وایرس کېسونه تشخیص کړي دي چې د دې هېواد د روغتیا وزارت په وینا 4,366 کسان ترې مړه شوي دي.