"د تحریک انصاف ګوند 33 د اسمبلۍ غړي د عمران خان خلاف د بې باورۍ تحریک ته ووټ ورکوي"

واشنګټن ــــ د پاکستان د مخالفو ګوندونو لخوا د وزير اعظم عمران خان په ضد د بې باوري تحريک د نېټې له رانيزدې کېدو سره په اسلام اباد کې سياسي تودوالی په زياتېدو دی او د داخله چارو مرکزي وزير شيخ رشيد وزيراعظم ویلي په سیند کې دې ګورنر راج ولګوي.

بل لور ته د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چودهري وروسته له هغه د اسلام اباد په سیند هاوس کې د کاروایي کولو اشاره ورکړې چې د حکومتي ګوند يو خفه غړي راجا رياض دعوه کړې د حکومتي ګوند 24 غړي دا وخت په «سیند هاوس» کې دي.

راجا ریاض یوه شخصي ټیلیویژن ته وویل د بې باورۍ تحریک کې به ووټ هغه چاته ورکوي چې د دې ملک او خلکو په ګټو وي. هغه وایي د جهانګیر ترین ډلې ټول د قومي اسمبلۍ غړي هم د دوی ملګري دي:

"اوس وخت تېر شو، موږ څلور کاله خان صاحب [عمران خان] ته زارۍ وکړې چې له مشیرانو ځان خلاص کړي، معاملات سم کړي، ګراني او کرپشن ختم کړي، د پنجاب په اړه هم څه ستونځې وې خو زموږ هیڅ خبره وا نه ورېدل شوه".

د واکمن تحریک انصاف ګوند یو بل د قومي اسمبلۍ غړی رمیش کمار وایي، دوې ورځې وړاندې د تحریک انصاف ګوند کسان پارلیمنټ لاجز ته ورغلي او د ده خلاف یې د غدارۍ نعرې وهلې دي.

رمیش کمار وایي‌ د واکمن ګوند په 33 غړو کې درې وفاقي وزیران هم دا وخت په سیند هاوس کې دي او د عمران خان په خلاف د بې باورۍ په تحریک کې به د هغه خلاف ووټ اچوي. کمار وایي‌ دغه کسان په مسلم لیګ ن، ق او نورو ګوندونو کې د شاملېدلو اراده لري.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري تور پورې کړی چې د بې باورۍ تحریک کې برخه اخیستونکو د قومي اسمبلۍ غړو ته ګواښونه شوي دي:

"د ولسي استازو ژوند، ازادي او کورنۍ په خطر کې دي او د اسمبلۍ غړي له فاشسټ حکومته د ژغورنې لپاره د هر ډول اقداماتو اخیستلو حق لري".

وزیراعظم عمران خان او وفاقي وزیران تور لګوي چې اپوزیشن ګوندونو د دوی د ګوند د قومي اسمبلۍ غړي سیند هاوس ته بېولي او په کروړونو روپۍ یې د بې باورۍ د ووټ لپاره ورکړې دي. حکومت د انتخاباتو له کمیشنه د دوی خلاف د ګام اخیستلو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ د تحریک قامي اسمبلۍ کې له جمع کیدو وروسته حکومت او مخالفو ګوندونو دواړو پایه تخت اسلام اباد کې د سترو ولسي جلسو جوړولو اعلان کړی دی.

بل لور ته د پاکستان سپریم کورټ بار ایسوسیشن د بې باورۍ په تحریک د رایې اچونې په ورځ د تصادم د مخنیوې د پاره سپریم کورټ ته خواست یا عریضه کړې ده چې سپریم کورټ دې ټولو ریاستې ادارو اؤ دقامي اسمبلۍ اسپیکر ته ایینې چوکاټ کې د پاتې کیدو امر وکړي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هیومن رائټس واچ د وزیراعظم عمران خان په ضد دمخالفو سیاسي ګوندونو لخوا دبې باورۍ دتحریک جمع کولو وروسته پاکستان کې په رامنځته شوؤ سیاسې حالاتو اندښنې ښودلي دي.

دبشري حقونو دغه سازمان وایي د پاکستان دحکومت ذمه واري ده چې د ایین تر مخه د بې باورۍ په تحریک له ګواښونو او تاوتریخوالي پرته دپارلیمان غړو ته د رايې ورکولو اجازه ورکړي او مخالفو ګوندونه او د حکومت پلویانو ته پیغام ورکړي چې جمهوري بهیر باید ګډوډ نه کړي.