له ماریپول وروسته په خارکیېف او ډانباس کې د روسانو بریدونه زیات شوي

واشنګټن – د رویټرز خبري ادارې د اوکراین د لوی درستیز له خولې راخیستي، چې روسي ځواکونو د هېواد په ختیځ کې د جګړې په ټوله کرښه بریدونه زیات کړي.

دوی ویلي روسان هڅه کوي په خارکیف سیمه کې چې د روس د اصلي‌ هدف ډانباس شمال ته پروت دی خپل عملیات زیات کړي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د اوکراین د خارکیېف ښار شاخوا د جمعې په سهار د توغندیو بریدونه زیات شوي.

د برتانیې استخباراتو د دغه هېواد د دفاع وزارت له خولې وايي، چې د ډانباس په ختیځه سیمه کې درنه بمباري او جګړه روانه ده.

دوی دا هم ویلي، چې د روس د ولسمشر ویلادیمیر پوتین لخوا د ازووېستول د پولادو په کارخانې باندې د نه ورتګ امر ښايي د اوکراین په ختیځ کې د نورو سیمو لپاره د روسي ځواکونو د ساتلو په موخه شوی وي.

د روس یو جګ پوړي پوځي قومندان ویلي، ماسکو غواړي چې د اوکراین ټول جنوب ونیسي او ماسکو هم په دې وروستیو کې ویلي، چې روسان به په ختیځ کې له کمپاین وروسته هم په کراره نشي.

بي بي سي راپور ورکړی چې د ماریپول ښاروال د جمعې په ورځ له ښار څخه د ټولو خلکو د وېستلو غږ کړی.

د روس ولسمشر په ماریپول کې د بریا ادعا کړې خو لا تر اوسه هم په دغه ښار کې ۲۰۰۰ اوکرایني سرتېري د پولادو په یوې کارخانه کې پاتې دي. خو د روس ولسشمر پرې خپل سرتېري له ورتګ څخه منع کړي دي.

رویټرز دا هم ویلي، په ماریپول کې د روسانو لخوا د بریا له اعلان څخه وروسته د رضاکارانو ډلو له کنډوالو څخه مړي راټول کړي.

د فرانسې خبري ادارې اې ایف پي راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ویلي، روس د اوکراین په نیول شویو سیمو کې د شرمناکې ازادۍ لپاره د رایې ورکولو پلان لري.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلېنسکي د روس لخوا د نیول شویو سیمو له اوسېدونکو څخه غوښتي دي چې روسانو ته دې شخصي معلومات نه ورکوي او ویلي یې دي ‌چې دغه معلومات به د غلطو انتخاباتو لپاره وکارول شي.

د اوکراین د پارلمان یوې غړې کېرا رودېک سي ان ان ته ویلي، چې روس په اوکراین د یرغل پر وخت ټول وژنه کوي.

هغې زیاته کړه،‌ د روسي سرتېرو له چلند څخه داسې ښکاري چې په دغه هېواد د سولې په برخه کې باور نشي کېدای.

هغې وړاندې وویل، "له همدې امله مونږ نړۍ ته وایو، هغه څه چې په اوکراین کې پېښېږي هغه یو قتل عام دی. دې ته په کتلو مونږ نړۍ ته وایو چې تاسو نشي کولای له روس سره هېڅ کوم د سولې تړون ته ورسېږئ ځکه دا داسې ده لکه له هېټلر سره چې د سولې تړون ته وشي."

بي بي سي د اوکراین د لومړي وزیر د مرستېالې اېرېنا وېریشچوک له خولې دا هم راپور ورکړی چې اوکراین به د جمعې په ورځ د ملکیانو د تخلیې لپاره د کوم بشري دهلیز هڅه و نه کړي ځکه سړکونه ډېر خطرناک دي.

اوکراین اټکل کوي چې په ماریپول کې به د جګړې د پیل راهیسې په لسګونو زره ملکي کسان وژل شوي وي.

ملګروملتونو او د سره صلیب کمېټې ویلي، د ملکي تلفاتو شمېر تر اوسه نه دې څرګند خو لږ تر لږه په زرګونو کې دي.

د ماریپول په ښار کې اوس هم تر یو لک کسانو پورې پاتې دي. له جګړې مخکې دغلته کابو څلور لکه کسان اوسېدل.

ماسکو ویلي، دوی د ماریپول ۱۴۰۰۰۰ کسان روس ته ویستلي دي. کیېف وايي، اکثره دغه کسان په زور سره ویستل شوي چې جنګي جرم بلل کېږي.