داعش د مزار شريف د چاودنو زمه واري منلې

داعش ډلې د افغانستان په شمال کې په مزار شريف کې د زيارت/ پنجنشې په ورځ (28اپرېل) د شوو چاودنو زمه واري منلې، په چاودنو کې نهه کسان وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه داعش په مزار شریف کې په شيعه مسلمانانو د بريدونو زمه واري د ټيليګرام چېنل د لارې منلې ده.

د افغانستان د شمالي ولایت بلخ په مرکزي ښار مزار شریف کې پرون ماښام بیا پرله پسې دوې چاودنې شوې وې چې د چارواکو په وینا نهه تنه پکې وژل شوي او 13 نور ټپیان شوي وو.

د بلخ د پولیسو د مشر ویاند آصف وزیري فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي، دا دواړه چاودنې د ولایت په دوو جلا ولسوالیو کې د پنجشنبې- زیارت په ماښام هغه وخت وشوې چې خلک د روژه ماتي لپاره کورونو ته روان وو.

د طالبانو د پولیسو ویاند وایي دواړه چاودنې په عامو ښاري موټرو کې د ایښودل شویو چاودېدونکو موادو له کبله شوې دي او وایي داسې ښکاري چې هدف یې شیعه مسلمانان وو.

دا په دې ښار کې په دوو اوونیو کې دویمه چاودنه وه. د اپرېل په 21مه هم په مزار شریف ښار کې د «سه دوکان» په نوم د شیعه مسلمانانو په جومات کې چاودنه شوې وه چې تر شل زیات کسان پکې وژل شوي او تر پینځوسو زیات ټپیان شوي وو. د هغې چاودنې ذمه واري هم داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې وه.