شهباز شریف د ارشد شريف د وژنې د عدالتي پلټنو کولو ويلي، د خبريال جسد پاکستان ته وړل شوی

FILE - Senior Pakistani journalist Arshad Sharif oses for photograph prior to recording an episode of his talk show at a studio, in Islamabad, Pakistan, Dec. 15, 2016.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، پرېکړه یې کړې چې د لوړې کچې عدالتي کمېشن به په کينيا کې د وژل شوي پاکستاني خبريال ارشد شريف د وژنې د پېښې سوتره پلټنې کوي.

هغه ويلي، قوم ته باور ورکوي چې دغه د ټولو دپاره د افسوس وړ ده د دې به سوتره پلټنې کولی شي او حقايق به قوم ته وړاندې کولی شي.

د 23 اکتوبر په شپه په کينيا کې د نیروبي سره نزدې د وژل شوي پاکستاني خبريال ارشد شریف جسد/ مړی تيره شپه ناوخته اسلام اباد ته رسول شوی دی.

شهباز شريف په داسې حال کې د ارشد شريف د وژنې د پېښې د پلټنو کولو ويلي چې تیره ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان دعوه کړې چې د ارشد شريف هدفي وژنه شوې ده.

نوموړي په پېښور کې د وکيلانو غونډې ته په وينا کې ويلي، ارشد شريف ته ګواښونه کېدل او زياته کړې يې ده، "ماته معلومه وه چې هغه [ارشد شريف] وژل کيږي او ما ورته بيا د ملک څخه بهر تلو ويلي وو".

خو عمران خان نه دي ویلي چې ګواښونه چا کول.

بل لور ته د پاکستان پوځ ويلي د ارشد شريف د وژنې د پېښې پلټنې کېدل پکار دي. د پوځ وياند لفټننټ جنرل بابر افتخار ويلي، په پوځ بيا بيا د دروغو تورونه لګول کيږي د دروغو تورونو لګوونکو پرضد دې قانوني کارروايي وشي.

هغه د پاکستان د يو شخصي ټي وي [24نيوز] سره په خبرو کې ویلي کتل پکار دي چې د خبريال د وژنې د پېښې نه څوک ګټه پورته کوي او دا معلومېدل پکار دي چې ارشد شريف بهر ولې تللی وو.

په ټولنيزو رسنيو داسې اعلاميه خپره شوې چې د پاکستان حکومت د مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې]، ايي بي يا انټيليجنس بيورو او ايي اېس ايي د چارواکو درې کسيزه ډله کينيا ته ليږي چې د ارشد شريف د وژنې د پېښې په اړه د کينيا د چارواکو سره وويني او د دغه پېښې په اړه رښتيا معلوم کړي.

امریکا او ملګرو ملتونو هم د وژل شوي پاکستاني خبريال د پېښې په اړه د پلټنو کولو غوښتنه کړې ده.

د کينيا پولیسو د ارشد شريف د وژنې د پېښې په اړه خپره کړې خپله لومړۍ خبر پاڼه کې ويلي وو پولیسو د غلط شناخت له کبله په هغه موټر ډزې وکړې چې ارشد شریف پکې سپور وو.

پاکستان کې او د جرنلسټانو د حقونو بهرنيو تنظميونو د وژل شوي خبريال د پېښې په اړوند پوښتنې را ولاړې کړي چې هغه بهر ولې ولاړو؟ د کوم ډول ګواښونو سره مخ وو؟ کينيا ته چا بوتلو؟ هلته پرې ډزې چا وکړې په دغه اړوند ټول حقايق دې مخې ته راوړل شي.