د بلوچستان په لسبېله کې د ګېس سلنډر چاودلی، 13 تنه پکې مړه شوي دي

کوټه ـــــ د کوټې او کراچۍ تر منځ د بلوچستان په لسبېله سیمه کې د ګېس سلنډر چاودېدو له کبله اور لګېدلی چې ګڼ شمېر کسان پکې مړه او ټپیان شوي دي. رپوټونه وایي د اکثرو ټپیانو حالت هم مرګونی دی.

د بلوچستان د ضلع لسبېلې مرستال کميشنر مراد کاسی وایي هلته د ګېس سلېنډر د چاودنې او اور لګېدلو له امله د مړه شوو تنو شمېر ديارلس ته رسېدلی دی:

"ده پيښي له کبله په 22 ټپيانو کې 13 ژوند د لاسه ورکری او زموږ هسه دا د چې نور ټپيان بچ کړو ".

د لسبيلې پوليسو ايس ايچ او محمد اسحاق رانجهو وي او اې ډيوه ته وويل چې پېښه د دوشنبې- ګل په ماښام د ضلع لسبېلې د بېله بازار په هاشميه مارکيټ کې د ګېس سلنډر د چاودنې له امله شوې ده. رانجهو وایي:

"په ځايي دوکان کې ګېس لیک شوی او اور يې اخيستی وو، له هغه وروسته يې نیژدې شپږ دوکانونه ورسره وسوځول، د پېښې ټپيان يې کراچۍ ته وړي دي، دا ځايي بازار دی، دلته د کراچۍ د ګاډو اډه هم ده."

مرستيال کميشنر مراد کاسی- چې دا وخت په خپله د کراچۍ په سيول روغتون کې موجود دی- ډيوه ته یې وويل د اور له کبله سوځېدلي 22 ټپيان یې هلته وړي چې پکې ديارلسو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د نورو پاته ټپيانو حالت هم له خطر سره مخ دی.

ښاغلی مراد کاسی وایي د ډاکټرانو په مشوره او د ښې درملنې په خاطر يې بل روغتون ته د ټپيانو د وړلو پرېکړه کړې ده۔

د لسبېلې د ځايي خبريالانو په خبره په لسبيله روغتون کې د ډاکټرانو او کارمندانو، د بنيادي اسانتياوو او په خاصه توګه د اور د سوځول شوو د ځانګړي علاج د نشتوالي له کبله د مړو شمېر زيات شوی دی. وایي که په ياد روغتون کې سهولت موجود وای ښايي دومره زيات ځاني زيان نه وای رسېدلی.

بل لوري ته د بلوچستان وزيراعلی مير عبدالقدوس بزنجو په پېښه کې د مړه شوو له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپيانو علاج په سرکاري خرڅه د کولو اعلان يې کړی دی.