روس د نوي کال په شپه په اوکراین باندې د میزایلو باران کړی دی، اوکراین وایي پوټین "جنګي مجرم" دی

واشنګټن ـــــ د روس له خوا په ټول اوکراین باندې د نوي کال په ماښام د میزایلو باران شوی دی، چې له کبله یې د پایتخت کیف په ښار کې د اته لویې چاودنې شوې دي او د چارواکو په وینا لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی او 28 نور ټپیان شوي دي. د اوکراین صدر وایي په نوي کال کې به ضرور جګړه وګټي.

د 2022م کال د فرورۍ پر 25مه چې روس په اوکراین باندې یرغل کړی او له هغه وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ جګړه پیل شوې ده د لسو میاشتو په تېرېدو باوجود لا هم روانه ده او روس د نوي کال په شپه تازه بریدونه کړي دي.

د اوکراین د پایتخت کیف مېر یا ښاروال ویټالي کلیچکو وایي په غربي ضلع سولومینسکي کې د روسي میزایلو د لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی دی.

وایي په کیف ښار کې په 11 ټپیانو کې یو جاپانی خبریال دی او د یو بل تن روغتیايي حالت مرګونی دی. کلیچکو د ښار اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې په خپلو کورونو کې پاته شي.

د خبري ایجنسیو د رپوټونو له مخې په کیف ښار کې میزایلو د استوګنې ودانۍ په نخښه کړې دي، چې وایي په هغوی کې یو هوټل، د اوکراین محل یا ماڼۍ او د ټنګ ټکور د پروګرامونو یو هال هم شامل دی.

د اوکراین په ختیځ کې د جنګ ځپلې سیمې دونیڅک په ګډون په نورو سیمو کې هم د چاودنو خبرونه ورکړل شوي دي، د ختیځ کرماتورک ښار مېر یا ښاروال اولیکسنډر هونچارینکو ویلي، میزایل په صنعتي سیمه کې په هدفونو باندې لګېدلي، خو د چا د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د ميکولايو صوبې ګورنر ويټالي کيم وایي، په جنوبي ښار ميکولايو کې لږ تر لږه شپږ تنه ټپيان شوي دي، وایي په دوی کې درې په روغتون کې د علاج لپاره داخل شوي دي، چې پکې د یو تن حالت نازک ښودل شوی دی.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر مرستیال مشر کایریلو تایموشینکو وایي، په غربي ښار خمالنیڅکیي کې د میزایلو په برید کې دوه تنه ژوبل شوي دي.

ښاغلی تایموشینکو وایي په جنوب ختیځ ښار زاپوریژیا کې بیا د عامو خلکو د استوګنې ودانۍ زیانمنې شوې دي، خو خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو او د کورونو د ورانۍ په اړه معلومات لا مخې ته نه دي راغلي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا په یوه ټویټ کې صدر پوټین "جنګي مجرم" بللی ځکه چې وایي هغه نوی کال د خلکو په وژلو لمانځي. ښاغلی کولیبا وایي روس دا ځل د میزایلو په بریدونو کې د توانایي اډاڼې نه بلکې د خلکو د استوګنې سیمې په نخښه کوي. کولیبا لیکلي:

"روس باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له څوکۍ وایستل شي چې تل یې په غیرقانوني توګه قبضه کړې ده".

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د شنبې- خالي په ورځ د نوي کال په اړه پخپل پیغام کې پېشبیني کړې ده چې راتلونکی کال به په جګړه کې د روس خلاف کامیابي تر لاسه کوي، خو وایي دا کار د معجزې پر ځای سخت کار او د بهرنیو شریکانو مرستې ته اړتیا لري.

خو د روس د دفاع وزیر سرګي شویګو هم د شنبې- خالي په ورځ وویل، په اوکراین کې یې کامیابي "حتمي" ده.

د برتانیې د دفاع وزارت په یوه تازه استخباراتي رپوټ کې خبرداری ورکړی چې کېدای شي روس په اوکراین کې له اوږدې فاصلې نه د بریدونو "شدیدې لړۍ" ته دوام ورکړي، چې وایي "په بنیادي توګه به د بجلۍ د وېشلو شبکه په نخښه کوي."

په دې رپوټ کې- چې د شنبې- خالي په ورځ پر ټویټر خپور شوی- ویل شوي چې روس دا طریقه ځکه غوره کوي چې د اوکراین د هوایي دفاع مخه ونیسي.

د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین پرون د نوي کال په مناسبت پخپله دوې لسیزې واکمنۍ کې تر ټولو اوږده 29 منټه وینا وکړه او ویې ویل، روس به هیڅکله د لوېدیځ هغو هڅو ته تسلیم نه شي چې له اوکراین څخه د روس د ویجاړولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.

پوټین په دغه وېډیويي پیغام کې- چې د روس پر سرکاري ټیلیویژن خپره شوه- وویل، روس په اوکراین کې د خپلې "مورنۍ خاورې" د ساتنې او د خپلو خلکو د "ریښتینې خپلواکۍ" د ساتلو لپاره جنګېږي.

هغه پر لوېديځو هېوادونو تور ولګاوه چې روس ته درواغ وايي او ماسکو دې ته هڅوي چې په اوکراين کې "ځانګړي پوځي عمليات" پيل کړي.