واشنګټن ـــــ ملګري ملتونه وایي افغانستان د ناورین یو نوي پړاو ته داخلېږي، د افغانستان لپاره د برتانیې سفیر وایي، طالبانو د افغانانو له ژوند سره لوبې کوي، بل لور ته د برتانیې پخواني وزیراعظم ګورډن براو ویلي، د افغانو جینکو او ښځو پر حقونو برید په بشري حقونو باندې ریښتینی برید دی. طالبان وایي په پوهنتونونو کې د پردې شاته د ښځو د تعلیم پر پلان کار کوي.
په غیرسرکاري کورنیو او نړیوالو ادارو کې د ښځو پر کار او په پوهنتونونو کې د نجونو پر تعلیم د طالبانو د بندیز په اړه پرله پسې نړیوال غبرګونونو مخې ته را روان دي او اوس تازه بیا ملګرو ملتونو، برتانیې، پاکستان او ایران په دې اړه اندېښنې ښکاره کړې دي.
د افغانستان لپاره د برتانيې شارزدافېر هیوګو شارټر ویلي، طالبان په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار په بندیز لګولو سره د افغانانو له ژوند سره لوبې کوي.
شارټر د جنورۍ پر شپږمه په پښتو ژبه په پرله پسې ټویټونو کې د طالبانو دا پرېکړه ښکاره جنسي توپیر، د نړیوالو قوانینو او بشري مرستو له اصولو سرغړونه بللې ده.هغه لیکلي:
"برتانیه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ، د اسلامي همکاریو سازمان، د جي-7 تنظیم غړي هېوادونه، غیرسرکاري ادارې او نور پر طالبانو ږغ کوي چې خپله دا له انصافه لرې پرېکړه بیرته واخلي".
ډېري دا میرمنې ماشومانو او میرمنو ته مرستې او خدمات په داسې شرایطو کې ویشي چیرې چې نارینه نشي کولائ د دوی ځای ونیسي. دوی د ښځو، ماشومانو او ټولنې د ساتنې لپاره مهمي دي. له کار کولو څخه د دوی منع کول د غیردولتي موسسو د کار کولو وړتیا محدودوي.4/7
— Hugo Shorter (@HugoShorter) January 6, 2023
د برتانيې سفیر هیوګو شارټر وایي، افغانې ښځې د بشري مرستو د رسولو لپاره ډېرې ضروري دي، وایي د طالبانو تر پرېکړې وروسته ځینو بهرنیو تنظیمونو سمدستي تر 40 فیصده پورې کارکوونکي بایللي دي. ښاغلي شارټر لیکلي:
"تر څو طالبانو دا پرېکړه بیرته نه وي اخیستې په عمل کې به ممکنه نه وي چې په افغانستان کې ټولو زیانمنو خلکو ته له نړیوالو اصولو سره سم د پخوا په څېر د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکړل شي".
په نړۍ کې د تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو استازي او د برتانیې مخکیني وزیراعظم ګورډن براون هم ویلي، چې د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پر حقونو برید په حقیقت کې پر بشري حقونو حمله ده او نړۍ یې باید په ضد را ویښه شي.
ګورډن براون له سي این این ټیلویژن سره په تازه مرکه کې ویلي، دی فکر نه کوي چې طالبان به ډېره موده خلک تر فشار لاندې وساتي. هغه وویل:
"موږ کولای شو اسلامي هېوادونه وهڅوو، هغه هېوادونه چې تعلیم لازمي ګڼي او د ښځو او نجونو د حقونو په ارزښت پوهېږي، هغوی باید په افغانستان کې طالبانو او مذهبي مشرانو ته ووايي چې دا د اسلام سپکاوی دی، دا د هیڅ تفسیر برخه نه ده او باید په ټول افغانستان کې نجونې د تعلیم حق تر لاسه کړي."
The assault on girls’ & women’s rights in Afghanistan is “a genuine attack on human rights that the world really has to wake up to,” says fmr UK PM @GordonBrown. “I don’t think the regime can repress people forever,” adding Muslim countries must put pressure on Afghan leadership. pic.twitter.com/S7WGo7g4WU
— Christiane Amanpour (@amanpour) January 5, 2023
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال ځانګړي استازي مارکِس پوټزل د شنبې- خالي په ورځ د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو له وزیر ندا محمد ندیم سره لیدلي او هغه ته یې ویلي، چې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار بندیز به ټول افغانان زیانمن کړي.
یوناما پر خپله ټویټر او فېسبوک پاڼه د ښاغلي پوټزل له خولې لیکلي، چې د طالبانو له دې پرېکړې سره افغانستان د ناورین یو نوي پړاو ته داخلیږي. په بیان کې لیکل شوي، چې مارکِس پوټزل د طالبانو له وزیره د نجونو پر تعلیم د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې ده.
#Afghanistan is entering a new period of crisis.Taliban bans on female education & work for aid agencies will harm all Afghans. UN envoy @PotzelMarkus called for the urgent lifting of the bans in a meeting today with de facto authorities%27 Minister Higher Education, Moh. Nadeem. pic.twitter.com/RBGENFomFj
— UNAMA News (@UNAMAnews) January 7, 2023
د طالبانو حکومت د برتانیې د سفیر او مخکیني وزیراعظم غبرګونونو ته په جواب کې څه نه دي ويلي، خو د لوړو زدکړو وزارت یې په یو بیان کې ویلي، وزیر یې د ملګرو ملتونو استازي ته وویل، د ښځو د لوړو زدکړو د مکمل بندېدو پرېکړه یې نه ده کړې بلکې ځنډولي یې دي.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم د شنبې- خالي په ورځ د ځینو اسلامي هېوادونو له دیني عالمانو سره لیدلي او وایي هغوی ته د یې د ښځو د اعلی تعلیم په اړه یو تګلاره وړاندې کړه او د ده په وینا هغوی ورسره خوښه کړه. دا نوې تګلاره څه ده وزیر پر ټویټر لیکلي:
"پر داسې طرحه کار کوو چې ښځو ته د اسلامي شریعت مطابق د طب، نرسنګ او قابلګۍ په برخه کې د زدکړو زمینه برابره شي او نارينه استادان وکولای شي په صنف کې د پردې تر شا نجونو ته تدریس وکړي".
پر داسې طرحه کار کوو چې ښځو ته د اسلامي شریعت مطابق د طب، نرسنګ او قابلګۍ په برخه کې د زدکړو زمینه برابره شي، او نارينه استادان وکولای شي په صنف کې د پردې تر شا نجونو ته تدریس وکړي. البته باید مکمل شرعي حجاب مراعات کړي تر څو فحشا ته زمینه مساعده نشي.
— شيخ الحدیث نداء محمد ندیم (@NedaMohammadNad) January 7, 2023
خو د طالبانو دې وزیر ندا محمد ندیم د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو کار، پوهنتون، پارکونو او ورزش کلبونو ته د هغوی تګ "د فساد او بې عزتۍ لاره" ګڼلې او وایي د دوی حکومت به یې اجازه ور نه کړي.
د نجونو پر تعلیم د بندیز د پرېکړې په تړاو د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم پرون په ټیلیفوني خبرو کې د طالبانو پر پرېکړه اندېښنه ښکاره کړې ده او په افغانستان کې یې د نجونو پر زدکړو ټینګار کړی دی.