واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو یو بل پلاوی کابل ته تللی او د دې ادارې عمومي مشر انتونیو ګوتېریش وایي، طالبان دې د نجونو پر تعلیم "ظالمانه بندیزونه" لرې کړي، یونیسکو د تعلیم نړیواله ورځ افغانو ښځو او جینکو ته ځانګړې کړې ده، خو د افغانستان لپاره د امریکې سفیره وایي دا ستونځمه ده چې دا ورځ بې له افغانو نجونو ولمانځل شي. ملاله یوسفزۍ وایي جینکۍ له تعلیمه محرومول زموږ د کلتور او مذهب خلاف کار دی.
د جنورۍ 24مه «د تعلیم نړیواله ورځ» سږ کال په داسې وخت په نړۍ کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نجونه له 492 ورځو راهیسې او د پوهنتون زده کوونکې د تېر کال د دسمبر له شلمې راهیسې له تعلیمه محرومې دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې «یونیسکو» د تعلیم نړیواله ورځ افغانو ښځینه استادانو او زده کوونکو نجونو ته ځانګړې کړې ده او د طالبانو له خوا یې له تعلیمه د دوی د محرومولو غندنه کړې ده. یونیسکو نن ورځ تر دې نامه لاندې لمانځي چې وایي: «پر خلکو سرمایه کاري او تعلیم ته لومړیتوب ورکول».
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت ځانګړي پیغام کې ویلي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې هغه ټول "توپیري قوانین او کړنې پای ته ورسوو" چې زده کړو ته د لاسرسي خنډ ګرځي:
"زه په افغانستان کې په ځانګړې توګه پر واکمنو چارواکو غږ کوم چې ثانوي او لوړو زدکړو ته د جینکو د لاسرسي په اړه ظالمانه او ځان ته د ماتې ورکولو بندیز بیرته واخلي".
Now is the time to end all discriminatory laws and practices that hinder access to education.I call on the Taliban to reverse the outrageous and self-defeating ban on access to secondary and higher education for girls & women in Afghanistan. #EducationDay
— António Guterres (@antonioguterres) January 24, 2023
په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکې سفیرې کیرن ډیکر ويلي، په افغانستان کې چې د نجونو پر زده کړو بنديز لګېدلی دا ډېره ستونځمنه ده چې د تعلیم نړیواله ورځ ولمانځل شي. مېرمن ډیکر پر ټویټر لیکلي:
"نن د تعلیم نړېواله ورځ لمانځل ګرانه خبره ده ځکه چې افغانې نجونې او ښځې له دې حقه محرومې دي. تعلیم د افغانستان د راتلونکي په اړه سرمایه کاري ده او د نجونو او هلکانو لپاره باید شتون ولري".
It is difficult to commemorate the International Day of Education today knowing Afghan women & girls are now denied this right. Education is an investment in Afghanistan’s future and must be available to boys and girls. #LetAfghanGirlsLearn #IDE
— Chargé d’Affaires Karen Decker (@USAmbKabul) January 24, 2023
د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې او د سولې نوبل انعام ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، ښځې له کارونو او نجونې له تعلیمه محرومه کول د افغانانو د کلتور او مذهب خلاف کار دی.
له وي او اې اشنا سره په ځانګړو خبرو کې ملالې یوسفزۍ د افغانو نجونو د تعلیم لپاره پر نړۍ ږغ وکړ چې د افغانو نجونو د تعلیم لپاره دې را یو ځای شي:
"په نړیواله کچه دې مشران خپل کردار ادا کړي او د افغانستان له ښځو سره دې ودرېږي او مسلمان ملکونه دې هم د جینکو د تعلیم او د دوی د حقونو د تحفظ لپاره را یو ځای شي او خپل غږ دې پورته کړي".
پيژندل شويمدني فعاله، ملاله یوسفزۍ د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت امریکاغږ سره په یوې مرکې کې د نړۍ په مشرانو غږ وکړ چې د افغان نجونو د تعلیم د حق د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي. هغې وویل چې د نجونو په تعلیم بندیز لگول شوی چې دا د اسلام او کلتور ضد اقدام دی. @Nazranausufzai pic.twitter.com/Lo6TkPWDgd
— VOA Pashto (@VOAPashto) January 23, 2023
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي آر هم د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام خپور کړی او ويلي یې دي چې زدکړې د هر انسان حق دى او بايد په افغانستان کې ټولې نجونې تعلیم ته رسایي ولري.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې 80 فیصده افغانې نجونې چې سکولونو ته د تلو عمر یې دی، په هغوی کې نیژدې دوه نیم میلینه (25 لکه) نجونې د طالبانو د بندیز له کبله له زدکړو بې برخې شوې دي.
یونیسکو وايي په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې هڅه کړې له غیرسرکاري ادارو سره کار وکړي چې افغانو نجونو ته له لرې واټنه د تعلیم امکانات برابر کړي او نورې لارې ورته ولټول شي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم او نورو بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو یو پلاوی درې ورځې وړاندې له دې هېواده تللی، خو د دوشنبې- ګل په ورځ یو بل پلاوی کابل ته رسېدلی دی چې د بشري مرستو جاج واخلي.
د دغه پلاوي مشري د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ د ادارې «اوچا» مشر مارټین ګریفټیس کوي چې نن یې د طالبانو له چارواکو سره لیدلي او په روان کال کې یې د افغانستان لپاره له نړیوالو د 4.6 اربه ډالرو غوښتنه کړې ده.