واشنګټن- د برتانيې د دفاع وزارت ويلي چې دا تر ډېره حده امکان لري روس د نوي کال په شپه د دونیڅک ښار په ماکيوکا سيمه کې د اوکرايني ځواکونو په بريد کې د 300 نه زيات پوځيان بايللي وي خو شمېر يې کم ښودلی وي.
ياد وزارت د خالي- شنبې په ورځ ویلي، په دې باور لري چې د روس اکثريت پوځيان لا خو وژل شوي او لا غايب شوي دي خو وایي د ژوبل کېدو امکان يې نه ښکاري.
د برتانيې وزارت ويلي د روس د دفاع وزارت په مشکله سره منلي چې د خپلو وژل شوو پوځيانو شمېر په ډاګه کړي او دغه شمېر د روس د وينا تر مخه 89 تنه دی.
وزارت وايي امکان دی د روس وزارت جاج اخیستی وي چې په دې پېښه ضرور څه ووايي ځکه د ياد بريد په ترڅ کې روسي پوځي جنرالان د خؤرا نيوکو سره مخ وو.
د برتانيې وزارت وايي د دوی استخباراتو په ټوېټر تازه حال ورکړی او وايي داسې لګي چې د روس ورکړی شمېر ريښتيا نه وي ځکه چې د دغه هېواد په اعلانونو کې تر ډېره غلط بياني موندل کيږي.
وایي دا غلط بياني د وزارت په نظر کې روس ځکه کوي چې لوړ پوړي چارواکي د ډېرو وجوهاتو له سوبه نويو افسرانو ته د دې اجازت ورکوي او هغه بيا ځکه ريښتيا پټوي چې ځان د روس د تور لګولو او د څوکۍ نه د لرې کولو د عمل نه وساتي.
د اوکرين چارواکو د جمعې په ورځ ويلي تېزه جګړه روانه ده او د روس د ميزايل په حمله کې لس عام وګړي وژل شوي او شل نور ژوبل دي.
کيف وايي د دونیڅک سيمې په ختيځه برخه اوهليډار کې د روسي ځواکونو سره سخته جګړه روانه ده.