د کرونا وبا په مهال پاکستان کې ۱۶ لکه ځوانان بې روزګاره شوي و - رپورټ

نړېوال يا ورلډ بېنک په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي د کرونا وبا د بدو اغېزو په نتيجه کې په پاکستان کې ۶۔۱ ملينه يعني ۱۶ لکه ځوانان بې روزګاره شوي و.

دغه رپورټ زياتوي د ۲۰۲۱ کال په پای کې، د وخت نه مخکې په سکولونو يا ښوونځو کې د داخلې کچه هم ۱۵ فيصده راکمه شوې وه.

د کرونا وبا په مهال د دندې نه ايستلی شوی د خېبر سيمې طاهر شاه وي او اې ډيوه ته وايي هغه يو نيم کال په کور کېناست او روزګار ترلاسه کولو د پاره يې ډيرې هڅې کړې وې.

نوموړی وايي د هغه په شمول اته نور کسان هم د خپلو دندو نه لرې شوي وو چې په کې ځينې کسانو اوس روزګار نه دی ترلاسه کړی.

طاهر شاه زياته کړه: "کومې پيسې مونږ د خپل کار نه خوندي ساتلې وې نو هغه ټولې مو د کرونا وبا په وخت وخوړې".

د نړېوال بېنک له خوا دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د پاکستان اقتصادي وضعيت په دې ورځو کې د سخت کړاوونو سره مخ دی او د حکومتي شمېرو ترمخه، په کال ۲۰۲۲ کې څه لږ تر لږه اته لکه خلک چې په کې ۱۶۵،۰۰۰ هنر لرونکي تنان هم شامل دي، پاکستان نه بهر هېوادونو ته د کار موندلو د پاره تللي دي.

د نړېوال بېنک له خوا د کرونا وبا په ځوانانو د بدو اغېزو په حقله په دغه راپور کې ويلی شوي د سکولونو بيا پرانستلو په وخت د شپږو نه تر ۱۴ کالو پورې د ماشومانو په داخلو کې شپږ فيصده کمی راغلی و.

په ډان ورځپانۀ کې خپور شوی دغه راپور زياتوي چې په پاکستان کې ۶۔۷ ملينه يعني ۷۶ لکه ماشومان د ښوونځو يا سکولونو نه د کرونا وبا نه پس ويستلی شوي و.

د خېبرپښتونخوا د تاجرانو د اتحاديې مرستيال مشر شاهد حسين وي او اې ډيوه ته وايي د کرونا وبا تاثير شته او هغه دا ګڼي چې د نړيوال بېنک د راپور کې ورکړی شوؤ شمېرو نه زيات ځوانان د روزګارونو نه ويستلئ شوي وو.

مشاهد حسین وايي د کرونا په وخت نه يوازې خلک د خپلو دندو نه لړې کړئ شوي وو ولې خلک د ډېرو سختو تاوانونو سره هم مخ شوي وو.

هغه زياتوي ځوانان د بد اقتصادي وضعيت د لاسه اوس پاکستان پرېږدي او بهر هېوادونو کې ځان کارونه ګوري".

د دغه رپورټ په اړه مو د حکومتي چارواکو سره د خبرو کولو هڅې وکړې خو بريالي نه شو چې ورنه څه جواب واخلو.