بلینکن: د ښځو پر تعلیم او کار د بندیز له کبله طالبانو له نړۍ سره د اړیکو جوړولو لار بنده کړه

واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن ویلي، په اوکراین کې د روس "وحشیانه جګړه" د غندنې وړ ده او په چین، افغانستان، ایران او شام کې یې هم د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه او خفګان ښکاره کړی دی.

بلینکن په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته په یوه وېډیویي وینا کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې پر ښځو او نجونو ظلم او د هغوی پر تعلیم بندیز غندلی دی.

بلینکن وایي‌ طالبانو چې افغانې ښځې په غیرسرکاري ادارو کې له کار کولو منع کړې دي دا یوه بله لاره ده چې طالبانو له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو جوړېدو لپاره ځان ته بنده کړه:

"هغه هېواد چې 29 میلینه وګړي یې د ژوندي پاتېدو لپاره بشري مرستو ته اړ دي، د طالبانو پرېکړه به د هغو خوراکي توکو، دوایانو او نورو ژوند ژغورونکو مرستو کچه ډېره کمه کړي چې اغېزمنو خلکو خصوصاً ښځو او نجونو ته رسېږي".

طالبانو د اینټني بلینکن تازه خبرو ته څه جواب نه دی ویلی خو سره له دې چې د نجونو د ځنډېدلي تعلیم د بیا پیلولو او په غیرسرکاري ادارو کې ښځو ته د کار د اجازې په اړه یې روښانه تګلاره نه ده وړاندې کړې، مشران یې پرله پسې وایي چې له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي.

اینټني بلینکن د امریکې له خوا یو ځل بیا په دې "ژوره اندېښنه" ښکاره کړې چې وایي چین په خپل هېواد کې د مسلمانو مشرانو، نورو لږکیو ډلو او ماشومانو "ټولوژنه او د بشریت خلاف جرمونه" روان ساتل دي.

بلینکن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ د دفتر د رپوټ په حواله چې تېر کال یې خپور کړی وویل، د چین حکومت په سینکیانګ کې سنګینې بشري سرغړونې کړې دي:

"په رپوټ کې په لویه کچه د اويغور او نورو اکثريت مسلمانو ټولنو د غړو له ازادۍ څخه د خپلسري محروميت، تشدد او په جنسي او صنفي بنیاد د تېريو معتبر تورونه تایيد شوي دي".

اینټني بلینکن په ایران کې د مهسا امیني تر وژنې وروسته پرله پسې احتجاجونو ته هم اشاره کړې او دعوه یې کړې چې تهران پر خپلو هغو خلکو ظلم کوي، چې د بشري حقونو او بنیادي ازادیو غوښتنه کوي.

بلینکن وایي د تېر کال په نومبر کې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ایران کې د بشري حقونو د سرغړونو د پلټنو لپاره د ریښتیا معلومولو د خپلواک میشن پر جوړولو متفق شو، باید ډاډ شي چې هغه ټیم خپل کار تر سره کړي:

"د بشري حقونو د ډلو په وینا په ستمبر کې د مهسا امیني تر وژنې وروسته چې د هر عمر ایرانیان سړکونو ته راووتل، ایراني حکومت لږ تر لږه 500 کسان وژلي دي او په زرګونو یې بندیان کړي، چې اکثر یې ځورول شوي دي".

اینټني بلینکن په اوکراین کې د روس بریدونو ته هم یو ځل بیا په کلکه وغندل او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا د پلټنو د خپلواک نړیوال کمیشن جوړول یې وستایل چې وایي په اوکراین کې یې د ماسکو د وحشت او روانو سرغړونو د معلومولو په برخه کې مهم رول تر سره کړی دی:

"د روس حکومت اوس تر 500 زیات سیاسي بندیان ساتلي دي، په جنورۍ کې یې «د ماسکو هیلسنکي ګروپ» باندې بندیز ولګاوه چې د بشري حقونو له هغو وروستيو تنظیمونو څخه دی چې لا یې هم په روس کې فعالیت کاوه".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا «د پلټنو کمیشن» یا سي او ای د تېر کال په اکتوبر کې پخپل اولني رپوټ کې ویلي وو چې روس د بشردوستۍ له نړیوال قانونه سرغړونه کړې او جنګي جرمونه کړي دي، خو روس دا تورونه رد کړي دي.

د فرورۍ پر 27مه او 28مه په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په دوه ورځنۍ غونډه کې د نړۍ د لسګونو هېوادونو استازو په بېلابېلو هېوادونو کې د بشري حقونو پر حالت خبرې کړې او د ایران، چین، شام، افغانستان او ځینو افریقایي هېوادونو کې یې د انساني حقونو پر سرغړونو اندېښنه ښکاره کړې ده.