د نوبل امن جايزه ګټونکی په بيلاروس کې لس کاله قيد کړل شو

واشنګټن- د بيلاروس وګړی او د نوبل امن جايزه ګټونکی ايلېس بيالياټسکي ته د جمعې په ورځ د بيلا روس يو عدالت لس کاله قيد سزه اورولې ده.

په جينوا کې د متحده قامونو د بشري حقونو دفتر د بيلا روس په صدر ايلېکسزينډر لوکاشنيکوف غږ کړی چې د بيالياټسکي خلاف لګېدلي جرمونه بيرته واخلي او هغه دې زر تر زره ازاد کړل شي.

بيالياټسکي په بيلا روس کې د پېژندل شوي بشري حقونو د ډلې ويانسه بنياد ايښودونکی فعال دی چا چې هغه احتجاج کوونکو ته قانوني او مالي مرستې ورکړي چې په بيلا روس کې يې په کال 2020 کې د متنازعه انتخابونو نتيجې نه منلې چې يو ځل بيا يې د دغه هېواد مظبوط سياسي شخصيت ايلېکسينډر اقتدار ته راوستلی دی. ايلېکسينډر د ديرشو کالو نه په دغه څوکۍ ناست دی.

ايلېکسينډر لوکاشېنکو د روس د صدر وېلاډيمير پوټين په دوامداره توګه ملګرتيا کړې او اکثر خلک يې د يورپ په اخري ډېکټيټر يادوي.

بيالياټسکي ويلي هغه ته په سياسي بنيادونو سزا ورکول کيږي. ياد تن تېر کال د روس او اوکرين د امن د پاره کارونکو دوو نورو تنانو سره په شريکه د نوبل امن جايزه ګټلې ده.

د بيالياټسکي د تنظيم په دوو نورو تنانو هم مقدمې روانې دي او امکان څرګنديږي چې دواړه ته به د اوږدې مودې د قيد سزاګانې ورکړل شي.

د متحده قامونو د دفتر وياند جېرمي لارنس وايي د مقدمو د طريقه کار په اړه ډېر انديښمن دی.

جېرمي وايي “دا درې واړه د هغې سلګونو خلکو د جملې نه دي چې کله په کال 2020 کې يې د حکومت خلاف احتجاجونه کړي وو او حکومت پرې زور زياتی کړی و”.