واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په نیویارک کې د افغانستان د ښځو د حالت په اړه ځانګړې غونډه کوي، بل لور ته پرون بیا د طالبانو پر بندیزونو برسېره لسګونه افغانو ښځو یو ځل بیا په کابل کې احتجاج کړی او د ښځو او نجونو خلاف د طالبانو د حکومت پر بندیزونو یې نیوکې کړې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش وایي، افغانې ښځې او نجونې له ولسي ژونده په بشپړه توګه ایستل شوې دي. ښاغلي ګوتېریش د مارچ پر اوومه پر خپل ټویټر لیکلي چې د جنس برابري د ملګرو ملتونو د ټولو بشردوستانه او پرمختیایي کارونو لپاره مرکزي حیثیت لري:
"موږ به هیڅکله په افغانستان او د نړۍ په نورو ځایونو کې د ښځو او نجونو د حقونو مبارزه پرې نه ږدو. ملګري ملتونه به په بحراني حالاتو کې د ښځو عملي ملاتړ او پاملرنې ته دوام ورکوي".
We will never give up fighting for the rights of women and girls in Afghanistan, and elsewhere around the world.The @UN will continue providing practical support and care for women in crisis situations.Gender equality is central to all our humanitarian & development work.
— António Guterres (@antonioguterres) March 7, 2023
د سه شنبې- نهې په ورځ په کابل کې شاوخوا 30 تنو ښځو د خپلو حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) دفتر ته نیژدې احتجاج کړی وو، چې پکې یې له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو د افغان مېرمنو حالت ته د پاملرنې غوښتنه کوله.
احتجاج کوونکو ښځو د کابل پر سړکونو په لوړ اواز د طالبانو له خوا پر دوی لګېدلي بندیزونه په کلکه وغندل. دوی په لاسونو کې هم شعارپاڼې را اخیستې وې او پخپله یې هم په زور داسې شعارونه ورکول «شریعت یوه بهانه ده، هدف د ښځو ورکو دي»، «حق، انصاف او ازادي» او «جنسيتي اپارټایډ [توپیر] نه منو».
دغو ښځو وویل تر څو چې د نجونو سکولونه او پوهنتونونه نه وي پرانیستل شوي او ښځو ته په غیرسرکاري ادارو کې د کار اجازه نه وي ورکړل شوې دوی به د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. احتجاج ته یوې افغانې فعالې وویل:
"په داسې وخت کې چې نړۍ د پرمختګ پر لور روانه ده، خو د افغانستان د ښځو او نجونو برخلیک د ترهګرو طالبانو په لاس کې دی، چې له بنیادي حقونو یې محرومې کړې او له نړۍ یې ګوښه ساتلې دي".
"Amidst rapid global development, the fate of Afghan women remains hijacked by the terrorist Taliban, deprived of their basic rights and isolated from the world," said a group of women who gathered in a Kabul street on the eve of int’l Women%27s Day to protest against the Taliban. pic.twitter.com/Vrzhu4uYt1
— Afghan Peace Watch (@APWORG) March 7, 2023
د مارچ پر شپږمه هم څو نجونو زده کوونکو د کابل پوهنتون د دروازې مخ ته پر پیاده لاره علامتي احتجاج کړی وو، دوی ټولو په لاسونو کې کتابونو را اخیستي وو او لوستل یې چې د طالبانو عسکر ورته راغلل او دوی یې له دې ځایه وشړلې. پر ټولنیزو رسنیو د دې احتجاج وېډیو خپره شوې ده خو وي او اې ډیوه هغه د کره سرچینو له خوا تایید نه کړه.
د افغانو ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري وایي، د افغانو ښځو د حقونو د اړتیا په برخه کې نړیواله ټولنه متحد پاته شوې ده.
مېرمن امیري له او او اې اشنا سره په ځانګړې مرکه کې وویل، نړیوالې ټولنې طالبانو ته صفا ویلي دي چې که د ښځو او نجونو حقونه بیرته پر ځای نه کړي، له نړۍ سره یې به یې اړیکې جوړې نه شي.
په پاکستان کې د بشري حقونو مبارز، ملتپال سیاستوال او د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ یو مشر افراسیاب خټک وایي په افغانستان کې په جینکو د پوهنتون دروازې تړل له دین سره کار نه لري. افراسیاب خټک د مارچ پر اوومه پر ټویټر لیکلي:
په افغانستان کې په جینکو د پوهنتونونو دروازې تړل د دین سره هیڅ ارتباط نه لری ځکه چې د نړئ ټول مسلمانان خپلو لوڼو ته دتحصیل زمینه برابروی، په واقیعت کې دا د افغانستان د غلام ساتلو د بهرنی پلان برخه ده ،چې د یوه بې سواده ملت غاړې ته د غلامئ جغ اچول آسان وی ،خو دا پلان به ماتې خوری
— Afrasiab Khattak (@a_siab) March 7, 2023
"د نړۍ ټول مسلمانان خپلو لوڼو ته د تعلیم زمینه برابروي، په واقعیت کې دا د افغانستان د غلام ساتلو د بهرني پلان برخه ده، چې د یوه بې سواده ملت غاړې ته د غلامۍ جغ اچول آسان وي، خو دا پلان به ماتې خوري".
دوې اوونۍ وروسته به په افغانستان کې نوی تعلیمي کار شروع کېږي، خو طالبانو لا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم د بیرته پیلولو څه اعلان نه دی کړی.
د 2021م کال د اګست پر پینځلسمه چې طالبان په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي 534 ورځې کېږي چې تر شپږم ټولګي پورته نجونه یې له تعلیمه منع کړې دي او شاوخوا دوه نیمې میاشتې کېږي چې د نجونو پوهنتونونه یې بند کړي او په غیرسرکاري ادارو کې یې له کارونو منع کړې دي.