اشرف غني: طالبان د پښتنو استازي ندي، د دوی کارونه په پښتون قوم پورې هېڅ اړه نلري

واشنګټن - د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني چې دا وخت په متحده عربي اماراتو کې دی، وایي چې افغانستان کې دا وخت بشري حالات په تېزۍ سره نور هم خرابه کېدونکي دي او تر اوسه صرف نړېوالو بشري مرستو د یو بشپړ بحران مخنیوی کړی دی.

ښاغلي غني د زیارت/پنجشنبې په ورځ د اختر په مناسبت په سوشل مېډیا باندې یو پیغام خپور کړ او هغه کې یې د افغانستان په روانو حالاتو خپل نظر څرګند کړ. هغه وویل چې په افغانستان کې اوس مهال "د طالبانو یو خفیه سازمان" واکمن دی چې د ملک د اقتصاد انتظام نشي کولی.

پخواني صدر پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې افغانستان د هویت/پېژندګلوي بحران خوا ته یووړل کیږي او که د دې کار مخه ونه نیولی شي، د هغه په وینا د دې کړکېچ نقصانات به "اوږدمهاله او خطرناکه" وي.

د پخواني صدر، محمد اشرف غني وینا وه چې د افغانستان په مشترک ملي هویت باندې د بېلابېلو اړخونو حملې روانې دي او دې کې طالبان تر نورو ډېر د زیان سبب جوړیږي، ځکه طالبان "هر هغه څه چې زموږ ګډ ملي افتخارات دي، له منځه وړي."

ښاغلي غني دا هم وویل چې د طالبانو کړه وړه په غلطه پښتنو پورې تړل کیږي، اما طالبان "یوازې پښتو (ژبه) وایي، خو پښتو (دود) نه کوي، پښتو کول یې زده نه دي."

د پخواني صدر وینا وه چې: "دوی (طالبان) حتی د نجونو د زده کړو او کار مساله کې په پښتنو او نورو قومونو تهمت وایي چې ګویا دا بندیز د هغوی د کلتوري ارزښت له مخې لګېدلی دی."

اشرف غني د نړۍ د ټولو مسلمانانو وغوښتل، "د هغې ډلې په وړاندې چې د اسلام مقدس دین په نامه یې افغانان برمته نیولي دي، د افغان اولس سره د خواخوږۍ او پیوستون اظهار وکړي."

هغه دا تور ولگولو چې د طالبانو مشران ډېر دولتمن شوي او دا دولت یې د "قامي آمداتو د غلا کولو، او د اسلحې او مخدره موادو د سمګلېنګ/قاچاقو د لارې" ترلاسه کړی دی.

ښاغلي غني د افغانانو په اتحاد ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په کار ده د اولس د مفاداتو له مخې داسې امن راوستلی شي چې په انصاف او برابرۍ ولاړ وي.

طالبانو تر اوسه د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تازه بیاناتو ته څه غبرګون ندی ښودلی.

د ملا هبت الله اختریز پیغام

تر دې وړاندې چې پخوانی صدر محمد اشرف غني پخپل آواز کې د اختر په مناسبت پیغام خپور کړي، د اپرېل په ۱۸مه د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده ته منسوب یو لیکل شوی اختریز پیغام هم د طالبانو له خوا خپور شو.

د ملا هبت الله آخندزاده په دې پیغام کې خوشحالي ښودل شوې چې افغانستان کې "اسلامي شرعي نظام" او "د امن او کرارۍ فضا حاکمه ده".

د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده تر اوسه رسنیو ته نه دی راڅرګند شوی، خو دا تصویر ورته منسوب شوی دی

داسې حال کې چې افغانستان د سختو اقتصادي کړاوونو سره مخ دی، ملا هبت الله پخپل پیغام کې د کوم اقتصادي منصوبې په اړه څه ندي ویلي، خو دا دعوه یې کړې ده چې دوی د افغانستان اقتصاد "په ښه توګه مدیریت (تنظیم)" کړی دی.

هغه د سرمایه دارانو څخه غوښتنه کړې چې غریبانو، کونډو او یتیمانو سره دې مرستې وکړي او "خپلې فرضي او نفلي صدقې او خیراتونه" دې مستحقو کسانو باندې ووېشي.

د طالبانو مشر همدا راز په مختلفو برخو کې د "اصلاحاتو" ستاینه کړې او ویلي یې دي چې "د دیني اصولو او شریعت په رڼا کې ژوند زموږ دنیوي او اخروي سعادت تضمینوي".

ملا هبت الله د طالبانو د نظام یوه بله کامیابي، په افغانستان کې "د مخدره موادو د کښت ممنوعیت" یاد کړی دی.

د طالبانو د مشر په بیان کې د جېنکو د تعلیم په اړه څه ندي ویل شوي. طالبانو د جېنکو او ښځو په کار او تعلیم سخت محدودیتونه لګولي او جینکۍ نشي کولی چې د سکول د شپږم جماعت نه پورته تعلیم وکړي.