د امریکې په ټیکساس کې یو تن د اته کلن ماشوم په ګډون پینځه ګاونډیان وژلي، بریدګر لا نه دی نیول شوی

واشنګټن ــــ د امریکې په ټیکساس ایالت کې یو تن له دې کبله د یوه اته کلن ماشوم په ګډون خپل پینځه ګاونډیان وژلي چې د چارواکو په وینا هغوی ورته ویلي هوایي ډزې دې بندې کړي ځکه چې شپه ده او دوی له خوبه وځي.

دا پېښه د جمعې او شبنې- خالي په منځنۍ شپه ناوخته د ټیکساس په کلیولېنډ ښارګوټي کې شوې ده او وایي مشکوک بریدګر 38 کلن فرانسیسکو اوروپیزا تر شاوخوا 20 ګنټو وروسته هم لا نه دی نیول شوی.

رپوټ وایي د سېن جېسنټو سیمې د پولیسو د مشر دفتر ته د شپې شاوخوا یوولس نیمې بجې له کلیولېنډه د ځورونې په اړه په ټیلیفون شکایت وشو، خو کله چې پولیس د پېښې ځای ته ورغلل دوی ولیدل چې څو تنه په ډزو ویشتل شوي دي.

د سیمې د پولیسو مشر ګریګ کېپرز وایي، بریدګر د خپل کور مخ ته په نیم خودکاره ټوپک ډزې کولې چې د څنګلوري کور کسانو ورته وویل ماشومان یې له خوبه را ویښېږي ډزې دې نه کوي خو وایي هغه کور ته پسې ورغلی او پر دوی یې ډزې کړې دي.

د پولیسو په وینا په دې کور کې ټول 10 تنه وو چې وایي ځینې د همدې اوونۍ په پیل کې له هوسټنه ورته راغلي وو او دا نه ده معلومه چې دوی دلته دایمي اوسېدل که څنګه، خو وایي پینځه په ډزو وژل شوي او پینځه نور روغ رمټ دي او کوم زیان ورته نه دی رسېدلی.

پولیس وایي دوې وژل شوې ښځې په خونه کې پر دوو ماشومانو برسېره پرتې وې او ښکاري چې د هغوی د ژغورلو هڅه یې کوله، دوه د کور له دروازې سره پراته وو او اته کلن ماشوم په مخامخ کوټه کې وو.

وایي درې نور ژوندي کسان "په وینو کې پټ" وو او هغوی یې روغتون ته یووړل خو وایي هغوی ټپیان نه وو.

په وژل شویو کسانو کې 25 کلنه سونیا ارجنټاین ګوزمن، 21 کلنه ډیانا ویلازکوز الوارډو، 31 کلنه جولیسا مولینا رایورا، 8 کلن ډینیل اینریک لاسو او 18 کلن جوز جوناتن کاسریز شامل دي.

د پولیسو په وینا د وژل شويو کسانو عمرونه له اتو تر 31 کلونو پورې دي، "ټول کسان یې تر غاړې پورته ویشتلي دي یعنې پر سر لګېدلي دي".

د پولیسو مشر وایي د مشکوک تن خلاف د پینځو تنو د وژنې په تور مقدمه درج کړل شوې ده خو هغه لا هم ورک دی. یوه قاضي د هغه د نیولو امر کړی او د هغه پر سر پینځه میلینه ډالر انعام هم اعلان شوی دی.

وایي په بریدګر پسې یې د پلټنې عملیات پراخ کړي دي او کېدای شي چې هغه اوس هم له خپلې وسلې سره ګرځي. وایي د هغه په موندلو کې له سپیو او ډرون څخه مرسته اخلي.

پولیس وایي ګومان کوي چې د ډزو پر وخت هغه په نشه کې وو او بیا د پېښې له ځایه د څو کیلومیټره په فاصله ځنګلونو ته تښتېدلی وي.

پولیس وایي شخړه هله راغلې کله چې ددې کورنۍ کسان له کوره بهر د خپلې چاردېوالۍ تر اغزن تاره ورغلي او مشکوک تن ته یې ویلي چې ډزې دې نه کوي او هغه ورته ویلي چې خپل جایداد یې دی، وایي په دې وخت کې یو تن د هغه ویډیو جوړه کړې چې له ټوپک سره د دروازې خواته روان وو.

دا په امریکا کې د ډله ییزو بریدونو وروسته پېښه ده، رپوټونه وایي سږ کال په دې هېواد کې دا ډول بریدونه تر تېرو کلونو مخ په زیاتېدو دي.

په روان 2023م کال کې تر اوسه په امریکا کې د ډله ییزو بریدونو 18 پېښې شوې دي چې پکې لږ تر لږه 91 کسان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان شوي دي.

اسوسیېټیډ پریس او یو ایس اې ټوډې ورځپاڼې د امریکې د ناردرن یونیورسټۍ په همکارۍ تېره اوونۍ د را غونډو کړو معلوماتو په بنیاد ویلي وو چې سږ کال په هره اوونۍ کې پر خلکو یو ډله ییز برید شوی دی.

د اې پي او یو ایس اې د ډېټا له مخې له 2006م کال راهیسې تر اوسه په ټوله امریکا کې 2,842 کسان په ډله ییزو بریدونو کې وژل شوي دي.

یادونه:- په دې رپوټ کې له رویټرز، اې پي او سي بي ایس نیوز څخه معلومات اخیستل شوي دي.