د پاکستان د خزانې وزارت په ملک کې د 15 ورځو دپاره د تېلو نوې بيعې اعلان کړي، پټرول په خپل زوړ نرخ پاتې کړی شوي او ډيزل ارزان کړی شوي دي.
د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي د لومړۍ نه تر 15م مې پورې به په ملک کې د تېلو دا نوې بیعې وي او اعلان یې کړی چې د پټرولو د نرخ سېوا کولو وړانديز وو خو د هغې باوجود پټرول ګران کړی شوي نه دي په زوړ نرخ پاتې کړی شوي دي.
Petroleum Products Pricesfrom 01 May to 15 May‘23:Reductions per litre :High Speed Diesel Rs 5SuperKerosene Oil Rs 10Light Diesel Oil Rs 10Petrol —No change New Prices per litre:Petrol Rs 282HighSpeed Diesel Rs 288KeroseneOil Rs 176.07Light Diesel Rs 164.68
— Ishaq Dar (@MIshaqDar50) April 30, 2023
نوموړي ويلي، چې هايي سپيډ ډيزل پينځه روپۍ، د خاورو تېل لس روپۍ او لايټ ډيزل هم لس روپۍ ارزان کړی شو.
د پټرول په بیعو کې د بدلون نه کولو سره پټرول يو ليټر په 282 روپۍ، هايي سپيډ ډيزل د پينځه روپۍ ارزانولو سره 288 روپۍ، د خاورو تېل د لسو روپو ازرانولو سره 176.07 روپۍ او لايټ ډيزل هم د لسو روپو ارزانولو سره 164.68 روپۍ نرخ ټاکل شوی دی.
په 16م اپرېل پټرول لس روپۍ ګران کړی شوي او د نورو تېلو نرخونه په ځای ساتل شوي وو.
اسحاق ډار ويلي، د خزانې وزارت د تېلو او ګېس د انتظام او قيمتونو ادارې [اوګرا] د سپارښتنو وروسته د تېلو په قيمتونو کې بدلون کړی او د خلکو په حق کې یې پوره هڅه کړې ده او د پوره غور وروسته بیا په بيعو کې بدلون شوی دی.
د اقتصاد پوهانو په خبره، په ملک کې د تېلو د ګرانېدو سره ټوله ګراني جوړيږي او د ارزانېدو سره یې ارزاني هم راځي.
د حکومت مخالفه پاکستان تحریک انصاف ګوند په ايتلافي حکومت نيوکې کوي چې د يو کال په حکومت کې یې په ملک کې ډېره زياته ګراني راوستې ده.
د تحریک انصاف ګوند يو مشر فرخ حبيب ويلي،
د شهباز شریف په حکومت کې په تېر يو کال د پاکستان د تاريخ بد ترينه ريکارډ جوړ کړی دی چې اولس او ملک ته یې سخت تاوان رسېدلی دی، تاريخي ګراني 38فیصده، ډالر 280روپۍ، پټرول 282 روپۍ، د بجلۍ او ګېسو په نرخونو کې اضافه.
شہباز اسپیڈ نے پچھلے ایک سال میں پاکستان کی تاریخ کے بدترین ریکارڈ بنائے ہے جس سے عوام اور ملک کو شدید نقصان ہوا ہے تاریخی مہنگائی 38%ڈالر 280 روپے پٹرول 282 روپے بجلی اور گیس میں تاریخی اضافہ pic.twitter.com/R66QmHXsT7
— Farrukh Habib (@FarrukhHabibISF) April 30, 2023
خو پاکستان چې په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل دی، ايتلافي حکومت په ملک کې د اقتصادي مشکلاتو او ګرانۍ زمه وار تېر د عمران خان په وزیراعظمۍ کې د پاکستان تحریک انصاف ګرځوي.
پاکستان د تېرې يوې مودې نه د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] نه د قرض ترلاسه کولو هڅې کوي او دعوې هم کوي چې د نړيوالې مالياتي ادارې سره د پور پروګرام بحالۍ ته نزدې شوي خو تراوسه دغه لوظنامه نه ده شوې.
اقتصاد پوهان وايي د پاکستان اقتصاد د ايي اېم اېف د پروګرام سره تړلی دی څو پورې چې د ايي اېم اېف نه پېسې نه وي ترلاسه شوي د ملک اقتصاد به هم کمزوری او نور د خطرې سره مخ کيږي.