واشنګټن ــــ د جمعې له ورځې شورو کېدونکي د غټو صنعتي هیوادونو تنظيم یا جي سیون په سرمشریزه غونډه کې د ګډون د پاره د امریکا صدر جوبایډن او نور مشران د جاپان هیروشیما ښار ته ورغونډېدل شورو شوي دي.
د جي سیون سرمشريزه غونډه د جاپان په هیروشیما ښارکې کيږي او دا هغه ښار دی چې د جوهري وسلو تباهي يې ليدلې ده. په کال 1945م کې د دویمې نړیوالې جګړې په مهال امریکې په همدې هیروشیما او ناګاساکي دوه ایټم بمونه غورځولي وو.
د امریکې د وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ د امنیتي چارو ویاند جان کربي وایي، دغه مشران به په پراخه کچه د چين د زور زبردستۍ په هلو ځلو خبرې کوي. ښاغلي کربي ویلي:
"یقينن اقتصاد به هم د دې برخه وي. که د چین مشرقي سمندر سیمه کې وي او که په تایوان تنګي کې او یا بیا د چین په جنوبي سمندرګي کې، په امنیتي چارو کې د چين د زبردستۍ په هلو ځلو به خبرې کيږي".
جان کربي زیاته کړه چې په سرمشريزه غونډه کې به د اوکراین سره د یووالي څرګندونه او د روس د کمزوري کولو د پاره په نورو ګامونو هم خبرې کيږي.
د اوکراین سره د شخړې په مهال د روس مشرانو د خپلې دفاع د پاره د جوهري وسلو د استعمال غږونه هم کړي خو ورسره دا ویناوې هم رامخې ته شوي چې جوهري وسله به نه کاروي.
په جاپان کې د پالیسۍ د مطالعاتو په برخه کې د نېشنل ګریجیويټ انسټيټیوټ استاد پروفیسر نورشیګ میچیيشیتا وایي، له بده مرغه هر څوک په دې پوه دي چې د جوهري وسلو رول زیاتېږي:
"شمالي کوریا خپلې جوهري وسلې جوړوي او مصبوطوي. چین ډیر په بیړه خپل سټریټیجک جوهري ځواک جوړوي. روس د جوهري وسلو د ممکنه استعمال خبرې کوي. دا ډیر بد دي".
جاپان ته د سفر په مهال د امریکا صدر جوبایډن له جاپاني هم سیال سره په دوه اړخیزه او په نړیوالو چارو خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې امریکا د جي سېون هیوادونو سره د نړیوالو اصولو او قوانینو دننه د ازادو سرحدونو یقیني کولو د پاره کلکه ولاړه ده.
د چین د خارجه وزارت ویاند وینګ وینبن یو وارې بیا د تایوان په اړه امریکا، جاپان او نورو هیوادونو ته خبرداری کړی چې له چين سره د دوه اړخیزو تعلقاتو او د یو چین د اصولو د پاره سیاسي دستاویز کې دننه پاتې شي:
"د تایوان د ازدۍ ځواک سره د مرستو او ملګرتیا نه دې منع شي، د تایوان په اړه د اور سره د لوبو د راپارونې نه دې لاس واخلي او د چين تر 1.4 اربه زیاتو خلکو له مخالفه ډلې سره دې نه دریږي. هر څوک چې له اور سره لوبې کوي، هغه به سوځي".
په امریکا کې د جاسوسۍ د پاره د چين ممکنه پوکڼۍ یا د غبارو د پيښې وروستو د امریکې او د چین په تعلقاتو کې فشار رامخې ته شوی وو او دغه وخت د امریکا خارجه وزیر اینټوني بلېنکن چين ته خپل سفر هم ځنډولی وو.
خو د دواړو هیوادونو امنیتي چارواکو تېره اوونې د یو بل سره خبرې کړی دي. وايټ هاوس دا خبرې مقصدي بللې دي او زیاته کړې يې ده چې په غونډه کې د دوه اړخیزه رابطو او په ښه ډول خپلو کې د سیالۍ جاري ساتلو په چارو خبرې شوې دي.
ټاکل شوې وه چې بایډن به اسټرېلیا ته هم سفر کوي خو په امریکا کې د پور د حد په اړه کانګرس کې د خبرو له وجې دغه سفر ځنډول شوی دی.
د وایټ هاوس ترجمان ویلي د سفر ځنډېدل به یې کومې بدې اغیزې ونه لري ځکه چې د کواډ غړي لکه اسټرېلیا او هند د جي سیون په غونډه کې برخه اخلي او بایډن به د دوی سره په جاپان کې خبرې وکړي.
یادونه:- د دې رپوټ معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.