پاکستان او ایران پر خپله ګډه پوله باندې یو بل تجارتي مرکز خلاص کړ

کوټه/اسلام اباد ــــ پاکستان او ایران پر خپله ګډه پوله يو بل تجارتي مرکز خلاص کړ، د تجارتي مرکز پرانيسته د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف او ایراني صدر سید ابراهیم رئیسي په ګډه سره وکړه.

دغه دستوره د ایران پاکستان پر ګډه پوله د «مند- پښین بارډر مارکیټ» په نوم وشوه چې پکې دواړو مشرانو هلته د خوراکي او نورو بېلابېلو توکيو بازار او مارکيټ پرانسته هم وکړه.

د دې تر څنګ له ایران څخه د پاکستان ګوادر او شاوخوا سيمو ته د پولن ګبډ ټرانسمیشن د ۱۰۰ میګاواټه بجلۍ د واردولو د پروژې پرانسيته وشوه.

دې دستورې ته د وينا پر مهال د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ويلي، له ایرانه به ګوادر ته هره ورځ ۱۰۰ میګا واټ بجلي رسېږي. پاکستان دا مهال له ایرانه د بلوچستان سرحدي سیمو ته ۱۰۴ میګاواټه بجلي واردوي. د 100 میګاواټو په اضافه کولو سره به د بجلې ټول واردات 204 میګاواټو ته ورسیږي.

د دواړو ملکونو تر منځ پر سرحد دې غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان وزیر اعظم میاں محمد شهباز شریف ویلي، نن پرېکړه شوې چې د ازادې سوداګرۍ لوظنامې ته به ژر تر ژره حتمی شکل ورکړل شي:

"له ایران څخه د بجلۍ تر لاسه کولو په برخه کې ډېر فرصتونه شته، د ایران صدر د سولر یا لمریزې انرژۍ په برخه کې د وړاندې تګ باور راکړی، ما د سي پېک په اړه هم وړاندیزونه وکړل، د دې ټولو لوظنامو د عملي کولو لپاره به په چټکۍ سره ګامونه پورته کړو."

د پاکستان سرکاري ټيليويژن رپورټ دی چې ايراني صدر ويلي، د سیمې مسلې د سیمه ایزو خبرو اترو له لارې حل کېدی شي ځکه چې وایي د بهرنیو عناصرو لاسوهنه مسله نه شي حل کولی:

"باید دواړه ملکونه سرحدونه د یو فرصت په توګه وګڼو، نه د يو ګواښ په توګه ".

په تېر يوه کال کې دا د پاکستان او ايران د لوړ پوړو چاروکو دوه اړخيزه دريمه غونډه ده، خو د دواړو ملکونو د مشرانو تر منځ دا له ۲۰۱۳ کال راهیسې د خپل ډول لومړی سفر دی، کله چې دواړو هېوادونو د امریکا له مخالفت سره پاکستان ته له ایرانه د ګېس واردولو یو تړون لاسلیک کړ.

پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله دغه تړون تر اوسه نه دی عملي شوی. پخوانی سفارت کار اصف درانی وایي، پاکستان د توانایي ضرورتونه پوره کولو ته اړتیا لري:

"د بجلۍ د منصوبو پر لوظنامو باندې کار روان دی، البته له ایران سره د ګیس منصوبه ډېره مهمه ده، پر پاکستان ډیر فشار دی خو پاکستان د ایران ګاونډی هیواد دی، په ګاونډ کې د یو بل سره دغه رنګه لوظنامې کیږي."

ایران ته د پاکستان پخواني سفارتکار خالد محمود وې او اې ډیوه سره خبرو کې ويلي، ګوادر د سي پیک تر ټولو مهمه پروژه ده، خو هلته د بنیادي ضرورتونو لکه بجلۍ، اوبو او ګېس کمی دی، چې پکې ایران د پاکستان مرسته کوي:

"له دې څخه وړاندې هم له پاکستان سره پر پولو او ګوادر ته د ایران څخه بجلي ترلاسه کیده چې ترسیل یی وخت په وخت زیاتیزي-"

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ یو خپور شوي بیان کې ویلي وو چې د پاکستان ايران پولې سره په شپږ سرحدي بازارونو كې يو د مند-پشين پر پوله جوړېږي چې په اوږدو كې به يې د پولې تجارت زيات كړي٬ اقتصادي پرمختګ ته به وده وركړي او د ځايي خلکو لپاره به د سوداګرۍ فرصتونه پيدا كړي.

ايران او پاکستان د يو بل پر ضد وخت ناوخته د خفګان اظهار هم کوي، پاکستان زياتره وخت تورونه پورې کوي چې بلوڅ بېلتون خوښي پر پاکستاني ځواکونو بريدونه کوي او بيا د ايران په سيستان بلوچستان په سرحدي سيمو کې پناه اخلي.

خو ايران بيا تورونه پورې کوي چې د پاکستان له بلوچستان صوبې څخه وخت ناوخته سني وسلوالې مزهبي تندروه ډلې پر شيعه ايراني ځواکونه بريدونه تر سره کوي.

وتلی څېړنکار او خبريال سيد علي شاه د دواړو ملکونو تر منځ دا غونډه يو مهم ګام بولي او وايي، د دې تجارتي مارکيټ به دواړو لورو خلکو ته زياته معاشي ګټه ولري:

"دا يوازې تجارتي نه بلکه د سيمې او د نړۍ په سياسيت کې هم مهمه ګام دی، د سعودي او ايران تر ميان د حالات ښه کېدولو پس ايران او پاکستان دې لوري ته تلل لوی اهميت سټرېټيجک ګټه لري، ولې چې ايران او پاکستان وخت ناوخته د يوه او بل پر ضد تورونه هم پورې کوي، نو لداسې غونډو سره به حالات د ښه کېدو پر لوري ځي-"

پاکستان او ایران شاوخوا ۹۵۹ کیلومتره اوږده پوله لري، اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ قانوني کچه شاوخوا دوه اربه ډالره ده.

د ايران له سرکاري خبري اژانس(ارنا) سره په ځانګړې مرکه کې د پاکستان وزيراعظٰم شهباز شريف ويلي، پاکستان او ايران پر پوله د پولې سيکورټي ميکنيزم نوره مضبوطولو وړانديز کړی دی چې دا د امن، ورورولۍ، پرمختګ او خوشحالي نښه وګرځي:

"پاکستان او ایران دواړه په ژوره توګه ژمن دي چې د کلنۍ سوداګرۍ حجم 5 ملیارد ډالرو ته ورسوي. په دې برخه کې، د بارټر سوداګرۍ میکانیزم فعالول یو مهم ګام دی".

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې وزيراعظم شهباز شريف ويلي چې پاکستان او ایران دا موافقه هم وکړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ايف ټي اې يا "آزادې سوداګرۍ تړون "باندې کار ګړندی کړي او ژر تر ژره به عملي کړي۔

د پاکستاني رسنيو رپورټونه دي چې وزيراعظم محمد شهباز شريف نن په ګوادر ښار کې له ځايي مشرانو سره د ليدلو پر مهال ویلي، "د ایران له رئیس سره ډېره رغنده، مثبته او ګټوره ناسته وشوه، چې د سوداګرۍ او اقتصاد په شمول د دوه اړخیزو ګټو ټول مسایل پکې شامل دي-"

وزيراعظم شهباز شريف ووئيل هغه د ايران له حكومت سره تجارتي فعاليتونه زياتول غواړي چې د دواړو هېوادونو اولس ته اسانتياوې برابرې شي۔